کابل ( پژواک  ٦ ورى ٩٢ ) : يو شمېر عام افغانان  وايي ، چې  د پوره امنيت  نه شتون به په هېواد کې دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونکو ټولټاکنو مشروعيت اغيزمن کړي .
   ددوى په نظر دافغانستان امنيتي وضعيت دتېرو ټولټاکنو په پرتله خراب شوى او ددې ترڅنګ وسله وال طالبان هم   له پخوا نه څو چنده  ځواکمن شوي دي .
    دافغانستان دټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د راتلونکې ١٣٩٣ کال دورې مياشتې ١٦ نېټه ټاکلې ده . له بلې خوا همدغه کميسيون نږدې يوه مياشت وړاندې د هېواد په کچه د ټولټاکنو د ترسره کېدو لپاره د  نږدې ٧٠٠٠ مرکزونو لېست له افغان امنيتي ادارو سره شريک کړ، څو تر هغه وخت يې امنيت په ښه ډول خوند ي شي .
   خبريال  او د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى مجيب الرحمن احساس  وايي ، چې په تېرو ټولټاکنو کې امنيت د اوس په پرتله ښه وو او خلکو وکولاى شول ، چې خپلې رايې تر يوې اندازې په ازاده فضا کې له ډار او وېرې پرته وکاروي ، خو دهېواد اوسنۍ وضعيت له هغه وخت سره توپير لري .
   نوموړي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل : ((زه فکر کوم که امنيتي وضعيت په همدې ډول دوام وکړي ، نو ټاکنې به يواځې تر ښارونو محدودې وي او په لرو پرتو سيمو کې امکان نه لري ، بله داچې بهرني ځواکونه هم  له افغانستان نه وځي او امنيتي ننګونې مخکې دي .))
 دننګرهار ولايت اوسېدونکى محمدواصل وصال  هم د ورته انديښنې درلودلو ترڅنګ  امنيتي ننګونې د راتلونکو ټولټاکنو په وړاندې يو ستر ګواښ ګڼي ، خو وايي ، چې لاهم امنيتي چارواکي دامنيت خوندي کولو لپاره کافي وخت لري او که جدي هڅې وکړي ، نو کولاى شي امنيتي وضعه د ټاکنو لپاره مساعده کړي ، سرچينې  په دې اړه زياته کړه : ((  يو شمېر ننګونې  موجودې دي ، چې تر يوکچې يې په دولت دخلکو اعتماد کم کړى له بلې خوا دامنيت مسئله ، بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي ، شايد يو شمېر خلک همدې امنيتي ستونزو له امله ټاکنو کې ګډون ونه کړي  .))
   دټاکنو دخپلواک کميسيون رييس فضل احمد معنوي هم څه موده وړاندې ويلي وو ، چې که چېرته درايې ورکونې دمرکزونو امنيت خوندي نه  شي ، نو دغه کميسيون نه شي کولاى  چې "معجزه وکړي" او په راتلونکې کې دولسمشرۍ د ټولټاکنو روڼوالى تضمين کړي .
  بل خوا دټولټاکنو دخپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور وايي ، چې دټولټاکنو د ښه امنيت خوندي کولو او  ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو له پاره يې  دنږدې اوه زره ټاکنيزو حوزو لېست لا له وړاندې امنيتي ارګانونو ته په همدې موخه  سپارلى دى . نوموړي  په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل : (( امنيت دانتخاباتو له پاره  اساسي  اومهم دى  ، په همدې موخه مو يو کال وړاندې  د ٦٩١٨ مرکزونو ليست له امنيتي ارګانونو سره شريک کړى  او ترې غوښتي مودي ،چې دامنيت دټينګښت له پاره بېلابېل پلانونه جوړ کړي ، څو ټولو په شرايط برابرو کسانو ته په دغه ملي پروسه کې  دبرخه اخيستو زمينه مساعده شي .))
  دملي شورا لخوا دټولټاکنو دقانون نه تصويبېدل هم دټاکنو پر وړاندې له پرتو ستونزو ګنل کېږي ، ددغه کميسيون وياند وايي ،  چې ددې ترڅنګ يې له تېر يوه کال راهيسې دعامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي او يو لړ داسې ډلې يې هم چمتو کړي ، چې دخلکو او مخورو سره مخامخ  دټولټاکنو دعامه پوهاوي په اړه خبرې وکړي . سرچينې زياته کړه ،چې دټاکنو په وړاندې بله تر ټولو مهمه ننګونه دټاکنو دقانون مسوده ده ، چې لا هم  ولسي جرګې نه ده تصويب کړى او بايد چې ډېر زر تصويب شي  : (( دا مسوده بايد ډېر ژر ددوى له لوري تصويب او توشيح شي ، ځکه چې انتخاباتو ته ډېر کم وخت  پاتى دى او دا قانون دافغانستان دخلکو له پاره خورا مهم دى .))
 خو دشته امنيتي ننګونو سره سره  دهېواد دکورنيو چارو وزارت وايي ، چې امنيتي ځواکونه ددې وړتيا لري ،چې دخلکو په مرسته  دټاکنو امنيت تامين کړي او دخلکو په ارادې پورې اړه لري ، چې دغه ټاکنو په ښه ډول تر سره شي ، د ياد وزارت وياند غلام  صديق صديقي په دې اړه پژواک  اژانس ته وويل  : (( دا يوه ملي مسئله ده او دخلکو همکارۍ او دټولټاکنو کميسيو ن سره په همغږۍ  کې کومه انديښنه نه لرو  او ټول امنتي ارګانونه په ګډه پلانونه جوړوي .))
  دپوځي او امنيتي چارو شننونکي وايي ، دافغانستان په اړه په وروستيو جوړو شوو نړيوالو کنفرانسونو ،  په ځانګړي ډول د لېزبون په وروستي کنفرانس کې ، چې نړيواله ټولنه او افغان حکومت دافغانستان دامنيتي مسووليتونو دلېږد په اړه هوکړې ته ورسېدل ، د ٢٠١٤ زيږديز کال ولسمشريزو ټولټاکنو دامنيت له پاره هېڅ پاملرنه ونه شوه او لازمه وه ، چې ددغه ټاکنو په امنيتي طرحه هم تمرکز  شوى وى .د پوځي او امنيتي چارو شننونکى جنرال  هلال الدين هلال وايي ، چې  ددې سره  نړيوالې ټولنه ژمنه کړې ، چې د ټاکنو له ترسره کېدو به  بشپړ ملاتړ کوي ، هغه په دې اړه پژواک آژانس ته وويل : ((  نړيواله ټولنه په سر کې يې هم امريکا په افغانستان کې دديموکراسۍ  راوستو  غوښتنه لري او انتخابات دموکراسۍ يو مهم اصل دى ، نو په دې توګه ددوى مسووليت دى ، چې له ټولټاکنو ملاتړ وکړي او امنيت يې تامين کړي .))
دسرچينې په وينا ،  درڼو ټاکنو دتر سره کېدو له پاره تر هرڅه وړاندې ددولت اداره مهمه ده ،  چې ايا ټاکنې غواړي او که نه  ؟ نوموړى په دې اړه وايي : (( زه باوري يم ،چې افغان امنيتي ځواکونه د ټاکنوامنيت خوندي کولى شي ، خو نګراني بيا هم يوازې ددولت په اړه ده ، چې  د شفافو ټاکنو تر سره کېدو اداره  لري او کنه .))
  که څه هم ټاکل شوې ، چې دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال دوري په مياشت کې تر سره شي ، خو دويلو ده ، چې په ټاکنو پورې ټول اړوند پروګرامونه  په روان کال کې په عملي ډول پيلېږي .
 
راپور : رحماني