د اصف اشنا  لیکنه
 "د ولسمشرۍ رياست ښاغلى کانديد ډاکټر اشرف احمدزى سلام!
هيله لرم، چې له سياست نه وړاندې روغتيا او ارام ولرې. ياني په داسې حالت کې، چې وکولى شې دا ليک په پوره حوصله سره وګورې، ځکه چې دا متن سخت، ټينګ او سياسي دى.  له بلې خوا به د ټاکنيزو مباروز څخه ستړى او هم له ژوند او  د عمر  له اړخه خسته وې، خو تاسې په يوه داسې وضعيت کې قرار لرئ، چې کله له کلکو دريځونو سره مخ کېږئ، خو له بده مرغه چې ستاسې حوصله مندي ډېره ساده تحليل کېږي، خو بيا هم هيله لرم چې ددغه ليک د لوستلو لپاره سلامتي او بشپړ ارام ولرې.
 ښاغلى ډاکټرغنى!
اوس اجازه راکړئ، چې اصلي مسئلې ته راشم،( سياست او برخليک) . دا دوه هغه مسئلې دي، چې له ډېر پخوا نه په دغه ټاټوبي کې يو بل سره نغښتې او يو بل کې ورکې دي. هغه ورکه چې څومره يې پلټو، هغومره سره جړه او پېچلې کېږي او د نيچه په خبره:(( د ځان جرابه ګرځي)).  له بلې خوا دغه دوه چارې دومره له مسايلو ډکې دي، چې نه تاسې ښاغلى او نه هم زه په اسانۍ سره کولى شو له څنګه يې په سادګۍ سره تېر شو. اخر ((زه)) او ((ته)) ( فردي او نوعي)، (( ناويل شوې)) خبرې او(( نه ويل کېدونکې)) خبرې په ډېرو مواردو کې د (( مسئلې اصل)) ګڼو. هو د خلکو ذهنونه هم په دې برخه کې تش نه دي.  د خپل حال او ورځې په تناسب د (( مسئلې)) کليات لري. ځکه چې د ((سياست)) مسئلې له ډېر پخوا څخه تر نن ورځې پورې هر وخت د خلکو ژوند او (( برخليک)) د پېښو په خوښه څرخولى او اړولى دى.
 ښاغلى ډاکټرغني!
د برخليک ټاکنې او دويمې حماسې د ترسره کېدو او د ټاکنو مبارزو د پاى ته رسېدو لپاره څو نورې ورځې نه دي پاتې. هغه برخليک، چې له پخوا نه تر نن ورځې تل د پېښو او فاجعو سره اوښتى او تل يې له خلکو قرباني اخيستې ده، هغه خلک چې ددغه ټاټوبي په تاريخي مقطع کې يې هېڅ وخت د ټاکلو مجال او اجازه نه درلوده؛ هغه خلک چې په ټوله دغه موده کې له خپلو مدني – سياسي حقونو څخه د محروميت دروند او وژونکى بار پر اوږو ورپاتې و او تر دې مهاله د هېوادوالۍ د ارزښتونو په بستر کې هغه حق نه و ور په برخه شوى، څرنګه يې چې حق و.
 ښاغلى ډاکټرغني!
له دغه لارې څه نه ته او نه هم بل څوک انکار کولى شي، چې زموږ د ټاټوبي(افغانستان) سياسي تاريخ، د هېوادوالۍ له مفهوم سره پردى تاريخ دى او که په تازه ډول سره کله د هېوادوالۍ د مفهوم پاکوالي او د هېوادوالۍ د ارزښتونو د پاتې کېدو او پياوړي کېدو لپاره ځينې هڅې شوي، نو په ډېره ناوړه بڼه ځپل شوې. حتى تاسې يو له هغو کسانو څخه ياست، چې له څه ملاحظې پرته مو رسنيو ته وويل : (( زه له شهروند سره ستونزه لرم او د شهروند پر ځاى له وطندار څخه کار اخلم.))
ښاغلى ډاکټر غني !
زموږ د سياسي تاريخ بيا لوستنه نه يواځې چې د هغه غيب د اثبات او هېوادوالۍ د مفهوم د محکوميت او تر لاندې ټولګو د ارزښتونو سند دى، چې سراسر پر قانونمندۍ، دموکراتيکو اصولو او ارزښتونو د منطق د حاکميت، معيار او قبيلوي تفکر څخه مستنده او مستدله شرحه ده . بلکې زموږ په ټاټوبي کې د سياست تاريخ، د حذف سياست تارخ دى، هغه حذف چې سرچينه يې ټول غوښتنه او پر نورو د تسلط اقتدار دى او بالاخره هغه تاريخ دى، چې د واک ساتنې او قدرت ته د رسېدو غوښتنه د تره او وراره تر منځ د جنايت او وينو په تجربه اوښتې، همداسې د پلار او زوى د دوو وروڼو، قومونو او قبيلو تر منځ.
 بالاخره په دغه ټاټوبي کې ، چې يو د بل څنګ کې و اوسېږو، د اوسني سياست شرح حال او سياست د تاريخ لوستنې پايله دا کېږي: موږ په داسې يوه ټاټوبي کې ژوند کوو، چې په هغه کې د اوږدوالي واحد متر دى، د وزن واحد کيلو ګرام دى او بدبختانه ، چې د وګړيتوب ارزښتونو او مدني – سياسي حقونو په ځپلو سره د غيبت او محکوميت په سبب قبيله- قوم او قوميت د ټول غوښتنې په محور د سياست د واحد په توګه قبل شوى دى او په همدې مهال بايد  دغه تاريخي تېروتنه ددغې خاورې په سياست او برخليک کې ((اصلاح)) او په راتلونکي کې يې د (( تداوم)) مخه ونيول شي.
دغه اصلاح ممکنه نه ده، خو دا چې د ((ټول غوښتنې تداوم)) په ((قوم)) او ((قبيله))، (( يو بل منښت)) او (( همپالنه))په محور کې د سياست د کار د بنسټ په توګه قبول کړو، څو دغه اصلاح په راتلونکي کې  د ((هېواد والۍ )) مفهوم د تحقق، د هېواد والو د مدني سياسي حقونو د الزاميت او په افغانستان کې د هېوادوالۍ محوره دموکراسي نظام د بنسټ استقرار لپاره پاتې شي .
 ښاغلى ډاکټر غني!
بالاخره خوښ يم، چې دغه ليک داسې يوه کس ته ليکم، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له نوماندۍ وړاندې د انسان پېژندنې ډاکټري لري. تازه دوکتورا، چې ستاسې لپاره څه نه ده . تاسې هغه څوک ياست، چې تر ټولو کوچنۍ ادعا مو (( د نړۍ دويم مفکر)) والى دى او يوه نړۍ نور وياړونه، چې په ټاکنيزو مبارزو کې تل ورڅخه د امتياز په توګه يادونه کوى، ايا د ټولو سربېره هم زه په دغه ټاکنو کې په څو جدي دلايلو او څو مواردو کې ستاسې له ښکاره انتقاد کوونکو څخه وم او يم .
زه ستاسې ټول هغه لقبونه او وياړونه، چې ستاسې د وياړونو په لېست کې درج دي، يواځې دا قبلوم چې : اول - د انسان پېژندنې په برخه کې دوکتورا لري. دويم –د نړيوال بانک سلاکار وې. درې کاله د افغانستان د ماليې وزير وې. څلور کاله د کابل پوهنتون رييس وې. پنځه کاله د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې مسوول وې. اوسمهال د دموکراسۍ په ازمون کې د خلکو د سياسي برخليک د ټاکلو لپاره د ولسمشرۍ رياست ټاکنو ته نوماند ياست او خپل ځان پورته پورته کوئ، چې ددغه مقام لپاره وړ کس ياست او لا ترې زيات.
په تازه ډول مو ستاسې له ټيم سره د قيوم خان کرزي د يو ځاى کېدو په غونډه کې وويل، څوک چې تاسې ته لاس درکوي او تاسې ټاکي، نو دهغوى (( د عقل او تدبير نښه يې ده)) . په رښتيا هم ايا تاسې د خپلې دې خبرې بل اړخ ته هم ځير ياست که نه؟ ايا پوهېږئ، چې ستاسې دغه خبره ممکن ددغه ټاټوبي ميليونو  هغو وګړو ته واضح او روښانه سپکاوى وي، چې د وري ١٦ مې نېټه حماسه کې يې تاسې ته رايه درکړې ده او ددغې حماسې په دويم پړاو کې به تاسې ته هېڅ رايه در نه کړي؟
تاسې څنګه قوم پال او متعصب ياست؟
تاسې ظاهرا شعار ورکوئ، چې ((هرافغان له هر افغان سره مساوي دى)). خو د سياسي عمل په ميدان کې په ډېرو حساسو شېبو کې ښکاره او روښانه قومي غبرګونونه لرئ. اجازه راکړئ، چې څو بېلګې يې درته وړاندې کړم:
اول: په بګرام زندان کې د قومي ترکيب مسئله يو قوم محوره ليدلورى دى  که چېرته دې هېره کړې نه وي، تاسې له (يو) ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل، چې د بګرام زندان ٩٨ سلنه خلک د يوې ژبې ويونکي دي، ددې چارې کوم ځاى عادلانه دى؟
 تاسې اوس په همدې اړه په ځانګړي ډول د افغانستان خلکو ته د څو ټکو په اړه وضاحت ورکړئ. په بګرام کې د يوې ژبې د ٩٨ سلنه ويونکو په شتون کې ستاسې ددغه ژبنيو او توکمي لمن وهنې منطق که ستاسې له خوا په قوم پالنه او تعصب دلالت نه کوي ، نو څه دي؟ بيا هم په همدې برخه کې ستاسې په اند ددې لپاره، چې يوه ورځ په زندان د ننه قومي تعادل مرعات شي، څه وکړو؟ په ارامو سيمو کې د طالب جوړولو پروژه په لاره واچوو؟ او بيا هم په همدې برخه کې چې کله جرم او جنايت تر سره کېږي، موږ بايد تر سره شوى عمل جرم او جنايتونو ته  رسېدنې د محاسباتو بنسټ وګڼو، يا د قوم او ژبې مسئله؟
دوه: تاسې د پخوانيو ټاکنو(٢٠٠٩) پرمهال د ( عادلانه نظام لاره ) کتاب چاپ کړ. ددغه کتاب پر پښتۍ ليکنه کې دغه اثر ( د موثرې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پراختيا، نړيوالۍ همکارۍ قانويت او ثبات لپاره چوکاټ) معرفي کړ، خو په همدې کتاب کې تاسې د موجود بحران څخه د ارايه کړي فهيم کړنه کې، د مرکزي سيمو ( هزاره ګانو) او کوچيانو ترمنځ د ستونزې حل لارې او ستاسې په خيالي حکومت کې دغه ستونزې ته حل لاره معرفې کړې وه، چې له قوم پالنې او قومي تعصب پرته بل څه نه ده؟  ايا ستاسې ياد دي، چې په ارزو هوټل کې ددغه اثر د مخکتنې په را بلل شوې غونډه کې، چې ښاغلي عزيز رويش هم په غونډه کې يوه مقاله کې يادونه کړې ده. زه هم ددغې ناستې له فعالو برخوالو څخه وم، پايله يې څه شوه؟ که چېرته ياد ولرئ، نو په هغه ځاى کې هم څو ځله غوسه شوې...!
 درې: تاسې هغه کس ياست، چې د ټاکنيزو مبارزو څخه وړاندې مو د بګرام زندان د بنديانو له خوشې کېدو دفاع کوله، د ټاکنيزو مباروز پر مهال ولاړئ، په کندهار کې مو اعلان وکړ : (( ما يو نيم کال وړاندې تاسې ته قول درکړى و، چې د بګرام بنديان را خوشې کوم. اوس وګورئ، چې ما دغه کار وکړ او که نه؟))
اوس که چېرته تاسې دغه مسئله تاسې د خپلې پخوانۍ خبرې غوندې په قومي ترکيب(( د بګرام بنديان)) د تعادل د نشتوالي په اړه کړې وه، ستاسې له باور او قومي کړنې څخه نه راځي، نو ووايئ، چې د هغه سرچينه په څه کې ده؟
 ولې تاسې په ډيموکراتيکو اصول باور نه لرى؟
لومړى: له مجددي سره ستاسې له يوځاى کېدو څخه پيل کوم. په کوم منطق سره مو جرئت وکړ، چې دغه شيخ فاني راوړئ او د ديني ارزښتونو څخه په استفادې يې د دموکراسۍ او د خلکو د تصميم پر وړاندې ودروئ، څه چې يې  زړه غواړي د افغانستان مومنو خلکو ته يې له خولې را وباسي؟
دوه : له حزب اسلامي  سره دې څه کار وکړ؟ تاسې داسې کسان راوړل او دافغانستان خلکو ته مو د حزب اسلامي د اغېزناکو شخصيتونو په توګه ور وپېژندل، چې همدا اوس هم اصلا د حزب اسلامي  غړيتوب نه لري. پام مو دى، چې هغه حزب اسلامي چې اوسمهال په افغانستان کې قانوني مشروعيت لري، څه مانا ؟ ستاسې دغه کار د دموکراسۍ په بستر کې د ګونديتوب له مسئلې سره لوبه نه ده ؟
 درې: ستاسې له ټيم سره، چې په هغه ورځو کې يې د بې پولې ډاکټرانو ټيم له تعريفونو څخه يو و، د حق او عدالت ګوند د مذاکره کوونکو  د ډلې لومړۍ شپه دې ياد ده کنه؟هغه ټيم چې ښاغلو ډاکټر زلمي خليلزاد،  ډاکټر علي احمدجلالي او ډاکټر انورالحق احدي يې غړيتوب درلود.
هغه مهال ستاسې ټولو ادعا دا وه، چې موږ څلور کسه له تېرو څلور نيمو کلونو راهيسې يو ټيم يو او داچې په را روانو ټاکنو کې يو دعمل ټيم شو، نو ليکلې ژمنه لرو. خو دې خواته دې غوښتنه داوه، چې که چېرته ښاغلى محمدحنيف اتمر او ښاغلى قيوم خان کرزى هم زموږ ډلې ته راشي. وروسته موږ شپږ کسه په خپل منځ کې تفاهم کوو او يو څوک درته د وروستي نوماند په توګه در پېژنو.
 کله چې ما ستاسې په منطق او طرحه نقد او رد وکړ، ستاسې غبرګون زما پر وړاندې څه و؟ ستاسې په ياد دى؟ زما بحث دا و، چې موږ( د حق او عدالت ګوند) تاسې څلور کسه په يوه ټيم قبول کړي ياست او ستاسې ليکنۍ ژمنې ته درناوى لرم، خو تاسې هم په خبره خبره ودرېږئ او هم د حق او عدالت ګوند حقوقي شخصيت ته. اعتراف وکړئ او درناوى وکړئ. ياني يو کس له تاسې څخه د يوه ټيم او زموږ څخه يو کس د يوه ګوند په توګه. په ضمن کې ښاغلى قيوم خان کرزى هم موږ ته د زغم وړ نه دى، ځکه افغانستان په هغه پړاو کې نه دى، چې واک لېږد د يوې کورنۍ په دننه وساتي.
 ستاسې له غوسې سره ملګرى  ځواب دا و:((د قيوم درلودل موږ قوي کوي. هغه د هېواد له نېکو شخصيتونو څخه دى. تاسې چې هره ورځ له استاد محقق سره ګورئ، ما څه ويلي دي؟))
ستاسې دغه ځواب درې ستونزې لري: يو دا چې په تندۍ او غوسه سره ورکړل شو او مجلس روحيې ته يې بدلون ورکړ. دوم دا چې بيا دې هم د حق او عدالت ګوند پر حقوقي شخصيت اعتراف ونه کړ. درېيم دا چې ما هغه شپه يواځې د خپل قومي هويت سه نمايندګۍ له ستاسې سره خبرې نه کولې ، بلکې هلته د يوه ګوند د مشرتابه پلاوي د غړي او مذاکره کوونکي ټيم په نوم حاضر وم.  تاسې اصلا دې ټکي ته پاملرنه ونه کړه او ماته مو په واقعيت کې د استاد حاجي محمد محقق سره نسبت ورکړ. همدارنګه زه مو له ښاغلي محقق سره په هره ورځ ليدنه تورن کړم، په داسې حال کې، چې ما تر هغه وخته هېڅ وخت له هغه ښاغلي سره ناسته نه درلوده.
 اوس تاسې ووايئ، چې زما دغه خبرې د موکراتيکو اصول او ملاحظه تبارۍ اصولو ته له بې باورۍ پرته څه ما نا لري؟
څلور: د وري په ١٦ مه د خلکو د حماسې برخليک د هېواد په سياسي تاريخ کې ثبتېږي. دويم پړاو ته د ټاکنو د تګ منطق ستاسې بازي او کړنې او د ټولو نوماندانو په ځانګړي ډول ستاسې د سيالانو ټيم د افغانستان د سياسي تاريخ يوه برخه ده. سبا ته د تاريخ په نوم او د دموکراسۍ په تجربه قضاوت کېږي. ايا رښتيا هم د تاريخ د قضاوت په اړه اندېښنه لرئ؟
 تاسې څنګه يو پوپوليست سياستوال ياست؟
د نړۍ له دويم مفکر( جوک) له نامه څخه دې تېرېږم. دا چې له څو ورځور اهيسې د مېرمن فرخنده زهرا نادري له خوا د درکړي لقب( فکري او سياسي سپه سالار) په نامه انتخاباتي مانورونه کوې، څه نه پرې وايم. خو دا چې خپله دوکتورا دې په انټروپولوژي( انسان پېژندنه) کې اخيستې ده او خپل ځان د نړۍ له مشهورو او پېژندل شوو اقتصاد پوهانو ګڼئ، نو څه ؟ په هغو هېواد کې، چې د انسانانو په اړه يې د باور او اعتماد وړ شمېرې په لاس کې نشته، تاسې يې د ونو د شمېرو په اړه خبرې کوئ، ولې؟ تاسې د عبادت، شرعي احکامو د اجرا او تعبدي چارو موضوع ته بشپړ درناوى لرم. خو دا چې ددغه پوره کال نه وروسته د سراسري ټاکنيزو مباروز په ترڅ کې مکې ته ځئ، حج کوئ او د فېسبوکيانو په قول قبلې ته مخامخ يادګاري او تبليغاتي عسکونه اخلئ، نو د څه لپاره ؟ دا ددې لپاره نه ده چې ځان د دين او فارسي ادبياتو متخصص معرفي کړئ که څنګه ؟
 ښاغلى غنى !
رښتيا هم ستاسې د خپل قضاوت او د امنيتي مسووليتونو د لېږد او بګرام زندان د بنديانو د خوشې کولو د څرنګوالي په اړه د نقدونو د واټن په اړه پوهېږئ؟ ستاسې په نظر ستاسې دغو دوو کارونو د افغانستان پر وضعيت څه تاثير اچولى دى؟ څه تمه لرئ، چې خلک د رايې ورکولو پرمهال ستاسې په اړه له کوم قضاوت سره تصميم ونيسي؟
ډېر ښه، اړتيا نشته، چې خبره له دې زياته پسې وغځوم، که غوښتل دې چې ليک مې سم دى او ځواب دې ورکاوه، نو وړانديز کوم، چې ليک په بيا بيا ولولئ.
 په پاى کې بايد ووايم، چې هېره دې نه وي، که دې غوښتل د تفکر په مانا يو څه پوه شې، نو اړتيا ده، چې لږ تر لږه مشهور کتاب"زردشت داسې وويل" ولولې. متفکر انسان نيچه په دغه کتاب کې د دولتدارۍ او دولت چلوونکو، پوهانو او اخلاقو په اړه تاسې ته مهمې او محکمې خبرې او بحثونه لري.
تاسې دې په امان وئ !
 ددغه ليکنۍ او رسنيزې مناظرې  په اړه د پژواک خبري اژانس يادښت:
پژواک خبري اژانس، د دواړو کانديدانو د ملاتړ کوونکو او يا د دوى مطبوعاتي چارواکو کره  ليکنې خپروي، چې په هغه کې د خپلې خوښې وړ کانديدانو د غوره والي او د هغوى د سيال  کانديد د کمزورۍ او نيمګړتيا ټکي په کې نغښتل شوي وي.
لکه څرنګه، چې پژواک خبري اژانس، يوه خپلواکه اداره ده، له کومې ليکنې او د هغوى له څرګندونو ملاتړ نه کوي، خو دغه ليکنې يواځې د ليکوالانو نظرونه دي او مسووليت به يې هم د ليکوالانو پر غاړه وي.