دمحمد اکرم اندېشمند ليکنه
ډاکتر اشرف غني احمدزى د ټاکنو له بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله سره په پرتله کې چې دواړه د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له يو بل سره سيالي کولو ته دننه کېږي، له ځان سره په دغو سياليو کې لس نيمګړتياوې لېږدوي، په داسې حال کې چې د نوموړي سيال عبدالله بيا دغه نيمګړتياوې نه لري.
ناروغي:
ډاکټر اشرف غني احمدزى د معدې له ناروغۍ سره مخ دى او ويل کېږي چې په دوامداره توګه درمل کاروي، خو د نوموړي سيال ډاکټر عبدالله بيا له بشپړ صحته برخمن دى.
د عمر ډېروالى:
ډاکتر اشرف غني احمدزى د ډېر عمر خاوند دى، په داسې حال کې چې عبدالله د هغه پر پرتله ځوان دى. د ولسمشرۍ څوکۍ په اړه به د ډاکتر اشرف غني کاري وړتيا د هغه د عمر د ډېروالي او ناروغۍ له امله د ډاکټر عبدالله په پرتله لکه څومره چې اړينه ده، هغومره نه وي.
د اشرف غني احمدزي کمزوري د لومړي ځل لپاره په هرات ولايت کې د هغه د ټاکنيزو مبارزو پر مهال تر سترګو شوه. په هغې ورځ نوموړى ډېر کمزورى او بې هوشه شو او په دغه ولايت کې پرې ډېره خرابه ورځ تېره شوه.
ژر غوسه کېدل:
ډاکتر اشرف غني احمدزى ډېر غوسه ناک او احساساتي شخص دى. په غير طبيعي او غير عادي ډول ډېر سخت په غوسه کېږي. د چا بار پر ځان نه وړي او همدارنګه د چا نيوکه هم پر ځان نه مني، ډېر حاضر ځوابى دى او ځواب يې هم په غوسه کې وي، ان تر دې چې په خپلو رسمي ويناوو کې هم خپله غوسه او عصبانيت څرګندوي.
نوموړى د دغو ځانګړتياوو په درلودلو سره چې دى يې لري، د افغانستان لپاره چې له بحران او کړکېچنو حالاتو سره مخ هېواد دى، په خپله بحران زېږونکى دى، په داسې حال کې چې عبدالله يو ارام او متين شخص دى.
ځوروونکې او نا په زړه پورې ويناوې:
ډاکتر اشرف غني احمدزى ځوروونکي او په تخريشي غږ څرګندونې کوي. هغه ډېر ژر دا خبره له پامه غورځوي، چې د لاوډسپېکر له لارې د نوموړي ويناوې خلک په اسانه توګه اورېدلى شي.
د وينا پر مهال د اشرف غني لوړ اواز او وينا پر خلکو بده لګېږي، د وينا پر مهال د هغه ټول حرکات هم غير طبيعي دي، کېداى شي د نوموړي دغه ستونزه، د هغه د ناروغۍ او غوسې له امله وي.
دوه ګونى تابعيت او بهرنۍ مېرمن:
ډاکتر اشرف غني احمدزى د امريکا تابعيت لري، دا چې هغه به دغه تابعيت د افغانستان ولسمشرۍ ته له نوماندۍ وروسته له لاسه ورکړى وي او که نه، هغه شاوخوا درې لسيزې په بهر کې تېرې کړې دي؛ د هېواد اساسي قانون، هغه څوک د ولسمشرۍ لپاره وړ شخص بولي چې يوازې د افغانستان تابعيت ولري.
پر دې سربېره د هغه مېرمن بهرنۍ ده او ديني بېلوالى لري، دا په داسې حال کې ده چې په دغو ځانګړتياوو سره د يوې بهرنۍ مېرمنې درلودل، د افغانانو په ذهنونو کې له فرهنګي او ذهني پلوه پوښتنه را ولاړوي، خو ډاکټر عبدالله بيا له افغانستان پرته د کوم بل هېواد تابعيت نه لري او د ژوند ډېر عمر په خپل هېواد کې اوسېدلى دى.
قومي عصبت:
اشرف غني احمدزي که څه هم په خپلو رسمي پروګرامونو کې په څرګنده قومي او ژبنيو تعصبونو ته لمن نه ده وهلې، خو د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د هغه په خبرو او کړنو کې د تعصب نښې نښانې تر سترګو شوې دي.
په دې اړه د نوموړي غير علمي څرګندونه، چې "په بهرنيانو کې ان تر دې چې د هغوى په عالمانو کې بې عقلان ډېر دي، خو په افغانو کې کوم بې عقل نشته" د هغه د تعصب څرګندونه کوي.
له قومي اړخه د هغه د تعصب يوه بله بېلګه دا ده، چې نوموړى تل د احمدشاه ابدالي او ميروس خان هوتک د اولادونو پر يووالي ټينګار کوي او د هغوى تر منځ د جلاوالي په اړه دوى ته ګواښ کوي. په داسې حال کې چې د اساسي قانون له مخې د افغانستان ټول وګړي او قومونه له مساوي حق څخه برخمن دي او د احمدشاه او مېرويس خان د زامنو په اړه پوښتن زېږوونکى هر ډول تبليغ نه يوازې د افغانستان د وګړو له يووالي او يو موټي توب سره په تناقض کې دى، بلکې د افغانستان په څو قومي ټولنه کې تر نورو يو ډول لوى والى ګڼل کېږي.
خو د اشرف غني ټاکنيز سيال ډاکټر عبدالله په ټول افغانستان کې پر ملي يووالي او د هېوادوالو پر حقونو ټينګار کوي او د هغه په خبرو او کړنو کې کوم قومي او ژبنيز تعصب نه تر سترګو کېږي.
په ويناوو کې مبالغه:
ډاکتر اشرف غني احمدزى سره له دې چې په غربي ټولنه کې يې زده کړې او ژوند کړى، په خپلو ټاکنيزو ژمنو کې له حقيقت څخه لرې خيالي او له مبالغې ډکې ويناوې کوي؛ د مثال په توګه نوموړى ميليونونو کسانو ته د کار موندنې او په افغانستان کې د يو ميليون کورونو د ودانولو ژمنه کوي، خو ان تر دې چې د نړۍ په پرمختللو صنعتي هېوادونو کې ولسمشران په يوې ټاکلې موده کې څو ميليونه کسانو ته د کار زمينه نه شي برابرولى. په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ له بې وزلو او شا ته پاتې هېوادونو دى.
بلخوا اشرف غني دا نه وايي، چې دغو څو ميليون خلکو ته به څنګه او له کومو سرچينو او عوايدو او په کومو ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د کار زمينه برابروي؟
خو د هغه سيال نوماند عبدالله په رښتينولۍ ټينګار کوي او وايي، چې د غير عملي ژمنو او سياستونو خلاف دى او هغه څه چې عملي بڼه ونه لري د افغانستان له خلکو سره يې ژمنه نه کوي.
په ټولنه کې نه رسوخ:
اشرف غني د هېواد د ډېرو قومونو تر منځ پراخ محبوبيت نه لري او هرکلى يې نه کېږي؛ ايا نوموړى به له ټولو دغو نيمګړتياوو سره سره په دې برلاسى شي چې د افغانستان په څېر په څومليتي ټولنه کې ملي يووالى رامنځته کړي؟... بلخوا نوموړي جنرال دوستم د ټاکنو د روانې لړۍ پر مهال خپل لومړى مرستيال وټاکه او له هغه سره يې د ټاکنو په لومړي پړاو کې شمالي ولايتونو ته سفر وکړ، خو جنرال دوستم يې سوېلي ولايتونو ته د سفر پر مهال له ځان سره ملګرى نه کړ او ان تر دې چې له هغه سره يې د خپلو ګډو تصويرونو له ښودو هم ډډه وکړه.
په شمالي ولايتونو (جوزجان، فارياب، بدخشان او تخار) کې ډېره رايه په رښتيا سره د جنرال دوستم رايه وه.
خو د اشرف غني سيال ډاکټر عبدالله د افغانستان له ټولو ولايتونو او له بېلابېلو قومونو د پام وړ رايه ترلاسه کړه. ډاکټر عبدالله د تاجکۍ پنجشېرۍ مور او د کندهاري پښتون پلار په لرلو سره د خلکو ترمنځ نور هم د باور فرصت پيدا کړى او د هېواد د ملي يووالي په راوستو کې ډېر رول لري.
له مدني سياست او خپلې ټولنې سره نه جوړوالى:
ډاکتر اشرف غني احمدزي دې ته په پام سره چې د خپل ژوند ډېر عمر يې په لوېديځ، په ځانګړي ډول په امريکا کې تېر کړى او په هغې پرمختللې او مډرنه ټولنه کې يې د اوسېدنې حق په ترلاسه کولو سره د ډوکتورا تر کچې زده کړې، خو د افغانستان په سياست کې په رواجي او متعارض ډول او په مدني توګه عمل کوي.
هغه د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ښاري له کليمې سره د ستونزې يادونه وکړه؛ هغه په خپلو ټاکنيزو مبارزو او پروګرامونو کې له قومي پلوه سياست ته راودانګل او د ټاکنيزو مبارزو په نوي پړاو کې يې د اساسي قانون پر تعديل او د تاجک قوم لپاره يې د دريمې مرستيالۍ پر جوړولو ټينګار وکړ.
په افغانستان او خلکو کې نه حضور:
ډاکتر اشرف غني احمدزي د خپل ژوند ډېر کلونه د هېواد په مهمو پړاوونو کې په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ په وروستيو درېيو لسيزو کې له هېواده بهر تېر کړي دي. نوموړي هيڅکله هم په سختو کلونو کې نه له شوروي اتحاد سره جنګېدلى او نه يې د طالبانو او القاعدې پر وړاندې چې د پاکستان په لاسوهنه افغانستان ته راغلل، کومه مبارزه او جګړه کړې ده.
خو عبدالله بيا د دې خلاف د ژوند ډېر سخت کلونه په افغانستان کې تېر کړي، نو حتمي ده چې د يوه هېواد د وګړو لپاره يو باوري او د خپل هېواد شخص اړين وي، چې په ډېرو سختو شرايطو کې له خپلو خلکو سره وي او په خپله خاوره کې يې ژوند کړى وي.
د دې ليکنې او رسنيزې مناظرې په اړه د پژواک خبري اژانس يادښت:
پژواک خبري اژانس د دواړو نوماندانو د ملاتړ کوونکو او يا د هغوى د مطبوعاتي چارواکو ليکنې خپروي، چې په هغو کې د خپلې خوښې وړ کانديدانو د غوره والي او د هغوى د سيال نوماند د کمزورۍ او نيمګړتياوو ټکي په کې نغښتل شوي وي.
پژواک خبري اژانس يوه خپلواکه اداره ده، د ليکوالو د هېڅ ليکنې او څرګندونو ننګه نه کوي، دغه ليکنې يواځې د ليکوالو نظرونه څرګندوي او مسووليت يې هم د هغوى پر غاړه دى.