دمحمد الله حلیم سیرت ليکنه
یادونه: نه د چا کمپاینر یم او نه له چا او یا ډلې سره شخصي او سیاسي عقده یا تعصب لرم؛ بلکې له هر څه وړاندې راته انساني، اسلامي، افغاني، ولسي او ولسواک ارزښتونه او د هېواد ملي ګټې مهمې او اړینې دي. پر همدغه بنسټ، د مستندو اسنادو او د ملي او نړیوالو معتبرو منابعو د معلوماتو پر اساس غواړم چې د ولسمشرۍ د دوو ښاغلو نوماندانو د ژوند په هر اړخیزه برخو کې پرتله ییز معلومات وړاندې کړم.
لومړۍ برخه: شخصي ځانګړنې
۱- زده کړې: ډاکټر اشرف غني احمدزي په سیاسي علومو کې د لیسانس او ماسټرۍ دوره سرته رسولې، دويمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو او وګړپوهنه او درېیمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو کې د کولمبيا له پوهنتون څخه اخيستې او بیا يې له همدغه پوهنتون نه د وګړپوهنې په څانګه کې دوکتورا اخيستې ده او درې نورې افتخاري دوکتوراوې هم لري. د نړيوال بانک لپاره يې د هارډورډ او سټنفورډ پوهنتونونو له خوا د ليډرشيپ (زعامت) ځانګړی پروګرام ترسره کړی او خپله یوه کلنه دوره یې په نبوي سیرت کې د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې تېره کړې ده. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل پوهنتون له طب پوهنځي د سترګو له څانګې فارغ دی او په ځینو لنډمهالو کورسونو کې یې برخه اخیستې.
حدیث شریف: "هر هغه څوک چې د علم لاره تعقیبوي، څښتن تعالی به ورته د جنت د ننوتو لاره اسانه کړي. "په قران عظیم الشان کې څښتن تعالی فرمایلي چې برابر نه دي، هغه څوک چې علم لري له هغه چا سره چې بې علمه دي.
۲- تېرې کړنې: ډاکټر اشرف غني احمدزي د کابل پر پوهنتون سربېره په ګڼو نړيوالو پوهنتونو کې استادي کړې ده، د نړيوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کې مهم مشر، له هر ډول مالي امتياز پرته د افغان ولسمشر ځانګړى سلاکار، د ماليې وزير، د کابل پوهنتون ريیس، د امنیتي واک د لېږد د کمېسيون مشر، د دولتونو د ښه والي د انسټيټيوټ ریاست یې هغه مهمې دندې دي چې نوموړي ترسره کړې او د هېواد په علمي مرکزونو کې یې اسلامي تاریخ، سیرت النبي او اسلامي فلسفه تدریس کړي دي.
برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د کورنیو جګړو په ترڅ کې له نظار شورا سره په مختلفو وړو پوستونو، یعنې کله د ژباړن، کله د ویاند او کله هم د یو وزارت ریاست دنده ترسره کړې او په موقتي او انتقالي ادارو کې د بن د تړون پر بنسټ د بهرنیو چارو وزیر او په تېرو څو کلونو کې د حکومت په کړنو منتقد پاتې شوی دی.
قران پاک ۷:۹۸-" هر هغه څوک چې عقیده لري او ښې کړنې کوي، تر ټولو غوره مخلوق دی.))
۳- لاسته راوړنې: ډاکټر اشرف غني احمدزي نوي بانک نوټونه یعنې پیسې رامنځته کړې چې نن ورځ د ښه ارزښت لرونکې پیسې د افغانانو په جېبونو کې پرتې دي، مالیات یې مرکزي کړل چې اوس د دولت په لګښتي بوديجې کې ترې ګټه پورته کېږي، د ملي پیوستون پروګرام یې رامنځته کړ چې د هېواد په کليو او بانډو کې چې کوم پرمختګ شوی د همدې طرحې له امله دی، د کابل نړیوال کنفرانس یې اداره کړ او طرح یې ورته جوړه کړه چې افغان حکومت ته یې ویاړ ور وباښه، د مخابراتو طرحه یې رامنځته کړه چې نن افغانان دې ته اړتیا نه لري چې د پېښور په هوټلونو کې شپې او ورځې تېرې کړي تر څو له خپلو عزیزانو سره په بهر کې وغږېږي او د امنیت د لېږد ملي پروسه یې ترسره کړه او د بهرنیانو هغه بهانې یې ختمې کړې چې باید په افغانستان کې پاتې شي؛ ځکه چې افغان ملي وسله وال ځواکونه د امنیت د ټینګښت ځواک نه لري.
برعکس ځیني کارپوهان وايي چې ډاکټر عبدالله عبدالله وشو کولی چې د حکومت اپوزېسیون منځته راوړي چې دغه لوی کار شوی خو په ورته وخت کې ځیني نور کارپوهان استدلال کوي چې ډاکټر عبدالله عبدالله اپوزېسیون نه درلود؛ ځکه چې اپوزېسیون یا حکومت کوي او یا د حکومت مخالفت خو د حکومت نیمايي برخه د اپوزېسیون غړي دي، د بېلګې په توګه محمد یونس قانوني د ولسمشر لومړی مرستیال، بسم الله محمدي د دفاع وزیر او... او هم کارپوهان د ډاکټر عبدالله عبدالله هغه خبره رانقلوي چې ویلي وو: "حکومت باید له پنجشېر سره وي؛ ځکه چې عملآ د حکومت ٣٥ سلنه برخه یواځې د پنجشېریانو په لاس کې ده." نو ځکه کارپوهان وايي چې کله ٣٥ سلنه د نظار شورا پنجشېري غړي او همداسې د نظار شورا د نورو ولایتونو غړي را واخله نو اپوزېسیون چېرته پاتې کېږي؟
د دې تر څنګ کارپوهان وايي که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله اپوزېسیون کولی نو په تېرو څو ورځو کې به هره ورځ ارګ ته حامد کرزي ته د څولۍ غوړولو لپاره نه ورتلو چې هر شرط یې مني خو چې واک ته یې ورسوي او هم د حکومت مامور و ناکامو نوکاندانو سره به نه یوځای کې ده لکه زلمی رسول او ګل آغا شیرزی.
حدیث شری: "چا چې یوه ښه او ګټوره کړنه وکړه، د هغې اجر او ثواب به د قیامت تر ورځې پورې هغه ته رسېږي. "
۴- علمي اثار: ډاکتر اشرف غني احمدزي په هېواد کې د اسلام د سپېڅلي دین د انفاذ، ټولنیز عدالت، په قبایلي سیمو کې د اسلام او دولت جوړولو په باره کې ګڼې علمي او څېړنیزې مقالې لیکلې دي، د دري ژبې د ادبیاتو په هکله څېړنه، د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه، د نړۍ په کچه مهم اثر ناکام دولتونه او د هغو د کامیابۍ تګلاره تر عنوان لاندې کتاب، د عادل نظام لار، په یوویشتمې پېړۍ کې د دولت جوړونې اجنډا، تابعیت، په اسیا کې د ورېښمو د نوې لارې چوکاټ، ملي میثاق د تحول او ثبات لپاره، د ملي میثاق اجنډا، د باثبات تغیر لپاره او د لېږد ستراتیژي، د ښاري پرمختګ لپاره له هغو مهمو کتابونو، رسالو او څېړنیزو مقالو څخه دي چې ډاکټر اشرف غني احمدزي لیکلي چې قدرمن لوستونکي کولی شي دا علمي اثار د هېواد او د نړۍ په اکثرو کتابتونونو کې ترلاسه کړي. برعکس تر دې دمه د ډاکټر عبدالله عبدالله کوم علمي اثر بازار ته نه دی راوتلی.
حدیث شریف: "کله چي یو انسان وفات شي، ټول دنیوي کارونه یې د پای ټکی مومي خو صدقه، د علم لېږد او نېک صالح اولاد چې دعا ورته وکړي. "
۵- هېواد ته ویاړونه: ډاکټر اشرف غني احمدزي د نړیوال وګړي، د ملت د خادم او د اسیا د مالیې د غوره وزیر لقبونه ګټلي، د افغان حکومت له لوري ورته د سید جمال الدین افغان ميډال ورکړل شوی، د نړۍ دویم متفکر پېژندل شوی او د ملګرو ملتونو سرمنشي توب او د نړیوال بانک ریاستونو ته نوماند شوی دى. خو برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله په ملي او نړیواله کچه له کوم ویاړ څخه چې افغانان پرې وویاړي برخمن نه دی.
۶- هېوادنۍ مینه: له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا چې ډاکټر اشرف غني احمدزي د حکومت پر څومره پُسټونو کار کړی، تنخوا یې نه ده اخیستې او هم تل وايي چې که چېرې ولسمشر شم نو له محدودو څو جوړو کالیو سره به ارګ ته ننوځم او کله مې چې د خدمت موده پای ته رسيږي او له ارګه راوځم که چېرې له دغو محدودو جوړو کالیو څخه مې بل څه له ځان سره درلودل نو اعدام مې کړئ. برعکس کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر و، د اېم ټي اې سند یې له امریکا سره لاسلیک کړ. دغه سند امریکايي ځواکونو ته جواز ورکړ چې له هر محدودیت پرته به پوځي عملیات کوي او له بشپړ حقوقي او قضايي مصونیت نه به برخمن وي. پر همدغه بنسټ امریکايي ځواکونه پر نیمو شپو د افغانانو کورونو ته ننوتل، پېغلې، سپین ږیري او ماشومان یې وژل; افغانان یې په سپیو تلاشي کول، په سپیو یې خوړل او د ډېرو بې ګناه کسانو سترګې یې تړلې او زندانونو ته یې غورځول.
۷- تعصب: کله چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د مالیې وزير و، د محمدنبي احمدزي په نوم کس چې د مالیې وزارت کار کوونکی و، ډاکټر اشرف غني احمدزي ته راغی او په دې هیله و چې پرمختګ به ورته ورکړي خو ډاکټر اشرف غني احمدزي ورته وویل چې دوه احمدزیان باید په یو وزارت کې نه وي. برعکس د بهرنیو چارو وزارت د بشري منابعو د ریاست د معلوماتو پر بنسټ، کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر و، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي نږدې ٦٠ سلنه له پنجشېر څخه مقرر شول او حتى داسې هم شوي چې یوه ورځ یو پنجشېری راغی او ورته یې وویل چې سواد نه لرم خو مقاومت مې کړی نو ځکه باید زما حصه په وزارت کې وي. ډاکټر عبدالله عبدالله ورته وویل: ((حصه تو ډيپلومات سفارت افغانستان در کشور انګليستان است.)) او یو غیر پنجشېری مقاومتي هم د دندې غوښتنه ترې کړې وه، خو ورته ويلي يې چې منتظر باش
۸- فزیکي او ذهني صحت: دواړه ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله د ښه صحت خاوندان دي؛ ځکه خو د کمپاین او د خلکو د رایو راټولول لپاره کله اتلس او کله هم شل ساعته کار کوي خو یو ناروغ کس هېڅکله نه شي کولی چې دومره ساعته کار وکړي او هغه هم په داسې یوه لویه پروسه کې.
۹- فېشن: ډاکټر اشرف غني احمدزی اسلامي، افغاني او علمي څېره ده چې په رسمي چارو کې رسمي جامې او په غیر رسمي چارو کې کمیس، پرتوګ او څادر غوره ګڼي، البته ځيني وختونه په رسمي چارو کې له عیني روش څخه کار اخلي او د هېوادوالو په هکله تقریباً ورته نظر لري چې ښه بېلګه یې د کابل پوهنتون محصلینو ته د کالیو د اغوستلو په برخه کې نه یواځې اجازه وه، بلکې په دې برخه کې یې د وخت له غوښتنو سره سمه مبارزه هم کړې ده.
برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د نړۍ په کچه ډېر قیمتي لباس اغوندي او په ښځینه وو ارایش کوي او شونډې هم سرې کوي. ((په لیکلو کې مې واقعیت نقل کړ خو له قدرمنو لوستونکو څخه مې هیله دا ده چې له ویډیو خپرولو ډډه وکړي ځکه چې اخلاقاً ښه کار نه دی.))
حدیث شریف تفسیر: "هغه نارینه چې د ښځو سټایل کوي، د څښتن تعالی لعنت دې ورباندې وي."
۱۰- مېرمن: د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن لبنانۍ عربه مسلمانه ده چې د شهید داود خان په دوره کې یې د افغانستان تابعیت اخیستی دى. په اسلامي علومو کې لوی لاس لري، د قران پاک څو سپارې یې حفظ دي او په اسلامي حجاب کې ګرځې. قدرمن لوستونکي کولی شي چې هغې ویډیو ته د بېلګې په توګه مخه کړي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن په کې د لویې جرګې په خېمه کې له داسې حجاب او د قران پاک له تلاوت سره را څرګندېږي چې حتى لوی لوی دیني عالمان ورته ګوته په غاښ شول.
بر عکس د ډاکټر عبدالله عبدالله مېرمن په خټه افغانه ده، منځنۍ زده کړې لري او مډرن او غربي سټایل لباسونه خوښوي او ترې ګټه پورته کوي. (په لیکلو کې مې واقعیت نقل کړ خو له قدرمنو لوستونکو مې هیله دا ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د مېرمنې د ویډیو او عکسونو له خپرولو ډډه وکړي؛ ځکه چې اخلاقاً ښه کار نه دی.))
حدیث شریف تفسیر: "هغه ښځه چې حجاب نه مراعات کوي، د قیامت په ورځ به لوڅه حشر کېږي."
۱۱- اخلاقي ضعف: ډاکټر اشرف غني احمدزی په خپل تېر شالید کې کومه د بد اخلاقۍ قضیه نه لري. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله له مریم نومې مېرمنې سره چې په فرانسه کې افغان سيکولره ډيپلوماته وه، د عاشقۍ تارونه په داسې حال کې وغځول چې ښځه او څلور اولادونه یې درلودل. کله چې د نجلۍ مور او پلار د ډاکټر عبدالله عبدالله له پټې یارانې خبر شول، په غوسه شول او ډاکټر عبدالله عبدالله ته یې وویل چې ته خو ښځه لرې! ایا نه شرمېږې چې له وړې نجلۍ سره عاشقي کوې؟ ډاکټر عبدالله عبدالله ورته وویل چې د فخریې په نوم ښځه مې درلوده خو څلور کاله کېږي چې طلاق مې ورکړی. ډاکټر عبدالله عبدالله مختلفې وسیلې په کار واچولې او بالاخره له نجلۍ سره یې واده وکړ. کله چې نجلۍ خبره شوه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله فخریه نومې ښځه اوس هم شته او ډاکټر عبدالله عبدالله ورته طلاق نه دی ورکړی، له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه یې د طلاق غوښتنه وکړه چې بیا دا قضیه په فرانسه کې ډېره بربنډه شوه او فرانسویان په دې فکر شول چې ایا یو سیاست وال داسې کوي؟! له بده مرغه دا هغه شرموونکې قضیه ده چې په ټولو رسنیو کې ترې یادونه شوې ده.
حدیث شریف: "زه (پیغمبر اسلام) نه یم رالېږل شوی مګر د اخلاقو د بشپړېدو په موخه." حدیث شریف: "دوزخ په شهواتو او هیلو او جنت پر سختیو پوښل شوی. "
دویمه برخه: ملاتړ
۱- لومړی مرستیال: د ډاکټر اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دی چې په کورنیو جګړو کې لوبغاړی پاتې شوی دى، د هېواد د ازبک قوم په ټوله کچه مشري کوي او ازبک قوم ورته ډېر زیات درناوی لري. د پروفیسور صبغت الله مجددي، پروفیسور برهان الدین رباني او د حامد کرزي په حکومت کې د ځانګړي منصب خاوند پاتې شوی او جهادي مشرانو او حامد کرزي ورته د اعزاز ځانګړي لقبونه ورکړي دي. د بېلګې په توګه، پروفیسور صبغت الله مجددي جنرال کړ او د خالد بن ولید لقب یې ورته ورکړ، پروفیسور برهان الدین رباني ورته د خپل مشر زوى خطاب وکړ، ګلبدین حکمتیار ورسره د هماهنګۍ شورا جوړه کړه او په یوه سنګر کې جنګېدل او حامد کرزي ورته د ټولو وسله والو ځواکونو د عمومي مشر منصب ورکړ. نه د ایران او نه د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري، بلکې ترکیه ازبکان خپل قومي پېژني نو ځکه ورسره خواخوږي لري خو یو شمېر افغانان جنرال عبدالرشید دوستم ته په ښه سترګه نه ګوري او وايي چې جنرال عبدالرشید دوستم د لیلې دښتې غمیزه رامنځته کړې خو جنرال عبدالرشید دوستم ویلي چې دا پېښه د جنرال مالک او معلم عطا محمد نور له لوري د نظار شورا د توطیو په لړۍ کې رامنځته شوې خو ظاهراً یې زه (جنرال عبدالرشید دوستم) مسوول معرفي کړم تر څو د هېواد د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق ريښې خپرې کړي.
برعکس د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستیال محمد خان دی چې د استاد برهان الدین رباني په حکومت کې د حزب اسلامي محلي قوماندان و، د نړیوالو له لوري پر جنګي جنایت تورن دی او اسناد ښيي چې د جنګلک فابریکه محمد خان چور او تالا کړې او په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی و خو کله چې دویم پلا نوماند شو له ماتې سره مخ شو او وې نه شو کولی چې د ولس رایه خپله کړي او ولسي جرګې ته لاره ومومي. البته پاکستان ته د جاسوسۍ تور پرې پورې دی خو په دې هکله کوم معتبر سند په لاس کې نشته.
۲- دویم مرستیال: د ډاکټر اشرف غني احمدزي دویم مرستیال سرور دانش دی چې په حقوقو کې دوکتورا لري، د اوسني اساسي قانون د تدوین د کمېسیون غړی و، د حامد کرزي په حکومت کې د عدليې او لوړو زده کړو وزیر پاتې شوی او د کوم ځانګړي هېواد ملاتړ له ځان سره نه لري.
برعکس د ډاکټر عبدالله عبدالله دویم مرستیال استاد محقق دی چې په کورنیو جګړو کې اصلي لوبغاړی پاتې شوی دى چې د ښځو سینې به یې غوڅولې او د سُنیانو افغانانو په سرونو کې به یې مېخونه ټکوهل چې ښه بېلګه یې د کورنیو جګړو پر مهال هغه پنځه قندهاریان دي چې په بامیانو کې یې په تختو پسې وتړل، په ژوندينې يې ورته پر سيمنو مختيبلې ټکوهلې، قندهار ته یې ولېږل او قندهاریانو ته یې لیکلي وو چې دا د محقق تحفه ده! محقق تل ظاهراً پر دې ټینګار کړی چې پر هزاره ګانو ظلم او ستم شوی او باید حقوق یې ورکړل شي او د ایران او پاکستان کلک ملاتړ له ځان سره لري. د بېلګې په توګه، د ملي امنیت ادارې پخواني مشر امرالله صالح د لیکنو پر بنسټ، حتى د محقق د دستارخوان لګښت د ایران استخبارات ورکوي او تل محقق ټینګار کړی چې تهران زما پایتخت دی. په ورته وخت کې څه موده وړاندې د محقق نږدې کس او مرستیال یې د حکومت له لوري پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و چې بیا د پاکستان د استخباراتو په مرسته له بنده ازاد شو.
هغه څه چې مهم دي، دا دي چې استاد محقق یو افراطي او احساساتي سیاستوال دی؛ له همدې امله له ۲۰۰۱ کال راپه دېخوا استاد محقق هېڅکله هم ونه شو کولی چې له حکومت سره جوړ راشي. په تېرو ټاکنو کې یې د حامد کرزي ملاتړ کړی و خو د دوو میاشتو په ترڅ کې حتا دومره افراطي او احساساتي شو چې وې ویل څومره رایه ما حامد کرزي ته ورکړې بېرته یې ترې اخلم. وېره دا ده چې که داسې افراطي او احساساتي کس د جمهور ريیس دویم مرستیال شي، د څو میاشتو په ترڅ کې به ارګ په دوو دريو برخو ووېشل شي او هېواد به د بحران پر لور ولاړ شي؛ ځکه چې تحمل او له مقابل لوري سره په سیاسي پروسه کې جوړ راتلل د استاد محقق په سیاسي قاموس کې نشته.
۳- قومي ملاتړ: ډاکټر اشرف غني احمدزى ډېره رایه په ترتیب سره د پښتنو، ازبکو، هزاره وو، ترکمنو، بلوچو، عربو، قزلباشو او د روڼ اندو او میانه روو غیر متعصبو تاجکو له ځان سره لري. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د تاجکو اکثریت رایه له ځان سره لري؛ ځکه ډاکټر عبدالله عبدالله په قوم تاجک دی او اکثریت غیر روڼ اندي او متعصب تاجک غوره ګڼي چې خپل تاجک ته رایه ورکړي، د هزاره وو، ځینو پښتنو او په لږه کچه د ځینو نورو اقشارو رایه له ځان سره لري.
۴- د جهادي تنظیمونو ملاتړ: پر شعیه جهادي تنظیمونو خبرې نه کوم، بلکې غوره ګڼم سُني جهادي تنظیمونه یاد کړم چې شمېر یې شپږو ته رسيږي. له دې ډلې حرکت اسلامي افغانستان چې بنسټګر یې مرحوم مولوي محمد نبي دی، د صبغت الله مجددي په مشرۍ نجات ملي اسلامی افغانستان، د پیر ګيلانې په مشرۍ محاز ملي اسلامي افغانستان، د حاجي دین محمد په مشرۍ حزب اسلامي افغانستان چې بنسټګر یې مرحوم مولوي خالص دی، د وحیدالله سباوون او قاضي محمدامین وقاد په مشرۍ د حزب اسلامي د ۱۴ شوراګانو اتحاد له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دي. برعکس جمعیت اسلامي افغانستان او د ارغندیوال (څوک چې نسبت قاضي محمد امین وقاد او وحید الله سباوون ته ډېر کمزوری جهادي شالید لري) په مشرۍ حزب اسلامي له ډاکټر عبدالله عبدالله سره دي البته د اتحاد (دعوت) اسلامي افغانستان دریځ تر دې دمه نه دی روښانه چې له چا به ملاتړ وکړي خو د پروفیسور عبدالرب رسول سیاف له ویناوو داسې څرګندېږي چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه به ملاتړ وکړي؛ ځکه چې پروفیسور عبدالرب رسول سیاف وايي چې د جهاد هیلې او ارمانونه د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وجود کې پر واقعیت بدلیدلی شي؛ ځکه چې ډاکټر اشرف غني احمدزی یو متدین مسلمان دی او ټول جهادي رهبران پرې راټول دي او له بل لوري پروفیسور عبدالرب رسول سیاف وايي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نه کوم جهادي رهبر شته او نه یې په ټیم کې جهادي څېرې شته بلکې پخپله ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد خان او ستاد محقق نه جهادي مشران دي او نه د جهاد استازي توب کولی شي ځکه چې دغو ټولو په جهاد کې برخه نه ده اخیستې، بلکې په کورنیو جګړو او مقاومت کې دخیل پاتې شوي دي.
۵- د کمونيستي ګوندونو او افرادو ملاتړ: له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره شهنواز تڼی، حزب وطن او د بشرمل خدای داد په مشرۍ ډلې او افراد دي.
بر عکس له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نورالحق علومي چې د ملي اېتلاف د اجرائیه شورا ريیس هم دی، د ببرک کارمل زوى، جنرال بابا جان، لطیف پدرام او داسې نورې کړۍ چې اکثریت یې ستمي او پرچمي کمونيستاد دي.
۶- د غیر کمونيستي او جهادي ګوندونو او خوځښتونو ملاتړ: له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره افغان ملت، حق او عدالت، جمهوري غوښتونکي، ملي تحریک، افغان ملي غورځنګ، ولسي تحریک او داسې نور احزاب او سیاسي خوځښتونه دي.
برعکس له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لطیف پدرام په مشرۍ کنګره ملي افغانستان او داسې نور واړه ګوندونه او سیاسي خوځښتونه دي.
۷- د متعصبینو، افراطینو، فاشستو او د هېواد د تجزیه غوښتونکو عناصرو ملاتړ- له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره داسې کړۍ نشته چې هم فاشست وي او هم په ډېر فخر پر خپل فاشستي دریځ ولاړ وي خو ځینې کړۍ اسماعیل یون تورنوي چې له نورو قومونو سره تعصب کوي او له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی خو اسماعیل یون وايي چې اسلام او افغان غوښتل تعصب نه دی، بلکې تعصب هغه دی چې یو څوک نه پرېږدي چې په خپله ژبه وغږېږي، تعصب هغه دی چې که چېرې له ولایت څخه یو څوک کابل ته راځي او ادارې ته عریضه په خپله مورنۍ ژبه لیکي د طالب او تروريست ټاپه پرې لګول کېږي، تعصب هغه دی چې د افغانستان نوم نه مني، احمد شاه بابا ته چا چې د دغه سرلوړي هېواد بنسټ ایښی خاین وايي، غازي امان الله خان ته چا چې دغه سرلوړي هېواد ته په سرلوړۍ خپلواکي ترلاسه کړې دووس وايي، د افغانستان ملي سرود نه مني او په تذکرو کې اسلام لیکل نه غواړي. ځیني انور سادات ته ګوته نیسي چې پښتنو ته یې توهین کړی و، مګر اوس له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی خو انور سادات په خپل وخت کې بښنه غوښتې وه او ویلي وو چې زما خبرې تحریف شوې، ځیني نور بیا وايي چې جنرال عبدالرشید دوستم ورسره دی چې په تېر کې یې تعصبي کړنې کړې خو اوس حقیقت دا دی چې جنرال عبدالرشید دوستم په ډاګه ویلي که د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته تللی وای نو افغانستان تجزیه کېده نو ځکه مې د هېواد د تجزې مخه ونیوله او له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یو ځای شوم تر څو د شمال او جنوب خبرې له منځه یوسم او یو موټی افغانستان رامنځته شي، په ورته وخت کې یې د خپلو تېرو ناسمو کړنو له امله له افغان ولس څخه بښنه وغوښته او دا یې هم وویل چې په تېر انقلاب کې هېڅ مشر سپینه کوتره نه ده پاتې شوى او یو شمېر وايي چې جنرال طاقت له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی خو دا خبر د ډاکټر اشرف غني احمدزي د دفتر له لوري رسماً رد شوی دى.
برعکس په خپله ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا کلیدي غړی دی. باید یادونه وکړم کله چې د روس او د وخت د حکومت خلاف جهادي تنظیمونو خپل جهاد پر مخ بیوه، یو شمېر متعصبینو په جمعیت اسلامي افغانستان کې د ځینو پرچمي او ستمي کړیو په مرسته راپورته شول، د جمعیت اسلامي له منځ څخه یې د نظار شورا رامنځته کړه او د دوى موخه لکه څرنګه چې په خپله دوى اقرار کړی د پښتنو او نورو افغانانو د څو پېړیو حکومت ختمول او په پنجشېر پورې تړل دي؛ ځکه خو یې د سولې هر پلان شنډاوه او د وخت د اړخونو د توافق خلاف کابل ته راننوتل. ځیني عقده لرونکي او افراطي کړۍ هم له ډاکټر عبدالله عبدالله سره دي او په هره خبره کې ګواښونه کوي لکه فضل الرحمن اوریا او شلګری او د دې ترڅنګ هغه افراد او ډلې هم ورسره دي چې افغانستان نه مني، د مقابل لوري په ځانګړې توګه د پښتنو، ازبکو او هزاره وو حذف غوره ګڼي او حتى د هېواد تجزیه غواړي لکه معلم عطا محمد نور، احمد بهزاد، مهدي، لطیف پدرام، حفیظ منصور، رحیمي او...
حدیث شریف تفسیر: "څوک چې په مسلمانانو کې شر او فساد خپروي، باید جبراً تبعدي شي.))
‌۸- د ایران او پاکستان د استخباراتو خواخوږي او ملاتړ: په لومړي پړاو ټاکنو کې د ایران رسنیو وخت ناوخت ویلي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی که چېرې ولسمشر شي نو د ایران ګټې به په افغانستان کې تر ګواښ لاندې راشي او پاکستان خو څو څو ځلې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په هکله خپله وېره ښودلې او یو ځل خو پاکستانۍ رسنیو د افواهاتو د خپرولو لپاره د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مرګ خبره په خپلو معتبرو اخبارونو کې نشر ته ورسوله.
برعکس کله چې د ۱۳۹۳ کال د لومړي پړاو ټاکنو ٥٠ سلنه رایه اعلان شوه نو د پاکستان رسنیو ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د راتلونکي جمهور ريیس په توګه معرفي کړ او جنرال حمید ګل کابلسوز وویل چې د ډاکټر عبدالله عبدالله بریالیتوب د پاکستان بریالیتوب دی او دا یې هم په ډاګه کړه چې د پاکستان استخباراتو ډاکټر عبدالله عبدالله ته په ميلیونونو ډالر ورکړي چې خپل کمپاین د پیسو په ځواک سره پر مخ یوسي او هم ډاکټر عبدالله عبدالله ته یې ډاډ ورکړی، په کومو سیمو کې چې د ډاکټر اشرف غني رايي زیاتې دي هلته به د خپلو جواسیسو په مرسته فضا مختل کړي.
د بېلګې په توګه، په پښتني سیمو کې به خلک وهڅوي چې تاسو خو غیرتي خلک ياست نو باید مېرمنې مو په هېڅ ډول ټاکنو کې ګډون ونه کړي، که چېرې رایه ورکړئ نو د اسلام خلاف کار به مو کړی وي او یا هم څو ټکه به وکړي او په خلکو کې به وېره خپره کړي او بیا به ورته ووايي چې امنیت سم نه دی باید په ټاکنو کې ګډون ونه کړۍ.
حدیث شریف تفسیر: "هغه څوک چې بهرنیانو ته جاسوسي کوي، واجب القتل دی.))
۹- د نړۍ د هېوادونو ملاتړ: ‌د نړۍ نورو هېوادونو تر دې دمه په ښکاره توګه نه د ډاکټر اشرف غني احمدزي او نه هم د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ ته راننوتي، بلکې دواړو مشرانو په شکل د اشکالو د نړۍ پام ځان ته را اړولی خو صرف دا روښانه ده چې نړۍ پر دې فکر کوي که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله واک ته ورسيږي او تېرو کړنو ته یې په کتو واک به د نظار په شورا پورې منحصر کړي او په ورته وخت کې اکثریت افغانانو ته د منلو وړ نه دی، نو په افغانستان کې به جګړه اوږده شي او د دوى ټولې مالي او انساني قربانۍ به پر اوبو لاهو شي خو په ورته وخت کې ځیني اسناد ښيي چې روسیې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره خپله مرسته روانه ساتلې.
۱۰- هېواد کې سراسري ملاتړ: د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ د هېواد په ټولو سیمو کې نسبتاً شته په ځانګړې توګه په جنوب، شرق، جنوب شرق، جنوب غرب او په شمال شرق کې.
برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله په ځانګړې توګه د هېواد په شمالشرق، جنوب شرق، جنوب غرب، شرق او جنوب کې افغان ولس ته د منلو نه دی.
۱۱- د پلویانو توپیر: شنونکي او دیني عالمان پر دې باور دي چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته افغان ولس په دې موخه رایه ورکوي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی یو ډېر ښه انسان، مسلمان او افغان دی چې کولی شي سوله، پرمختګ، عدالت او ملي یووالی رامنځ ته کړي. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله ته داسې ډلې او کړۍ رایه ورکوي چې یا خو به متعصب او فاشست او موخه به یې دا وي چې باید ولسمشري د پښتنو او د نورو ټولو افغانانو له لاسه ووځي او یواځې په پنجشېر پورې وتړل شي یا به یې پیسې اخيستې وي یا به د پاکستان او ایران په لمسون ډاکټر عبدالله عبدالله ته کار کوي او یا به د ډاکټر عبدالله عبدالله فېشن یې خوښېږي لکه فطانه ګيلاني چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د فېشن ډېره ستاینه کوي او وايي چې (افغانستان به ريیس جمهور شیک پوش ضرورت دارد.))
درېیمه برخه: دریځ
۱- اسلاميت: ډاکټر اشرف غني احمدزي چې د حج فریضه یې ترسره کړې او د اسلامي علومو لوی عالم دی، په خپل منشور کې د اسلام مقدس دین د ارزښتونو د لا تحقق لپاره بشپړ پلان لري او تل دا وايي چې مسلمان وو، مسلمان یو او مسلمان به و اوسو. د بېلګې په توګه، ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې د ښوونځي او مدرسې، د پوهنتون او مدرسې، د جومات او ارګ او د سیاست وال او دیني عالم ترمنځ به واټن له منځه یوسي، لويي مدرسې به په ټولو ولایاتو کې جوړې کړي، ملا امامانو او دیني عالمانو ته به ځانګړي امتیازات ورکړي او... برعکس د ډاکټر عبدالله عبدالله شعار د اسلام پر ځای مقاومت دی او پر ځای د دې چې خپل اسلامي پروګرامونه ولري او خلکو ته یې وړاندې کړي د مقاومت خبرې کوي او د جهاد له کلمې نه ورته ظاهراً د طالبانو پر وړاندې مقاومت مهم برېښي.
۲- افغانیت: ډاکټر اشرف غني احمدزی د افغان تر چتر لاندې ټولو قومي، نژادي او ژبنيو هویتونو ته درناوی کوي او د پرمختګ په موخه یې پلانونه وړاندې کوي خو په ملي او نړیواله کچه پر افغانیت ویاړي او د اسلامیت او افغانیت تر چتر لاندې ملت جوړونې ته ډېر غوره والی ورکوي.
برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د هویت په تذکرو کې باید د افغانیت پر ځای قومیت ذکر شي او پر دې باور دی چې افغان پښتون ته وايي نو ځکه خو په خپلو خبرو کې د افغانان پر ځای د مردم افغانستان اصطلاح کاروي او کله نا کله خو داسې افراط ته ځي او وايي چې د غیر پښتنو افغانانو په تذکرو کې باید تاجک ولیکل شي او د وخت په تېرېدو ټولو ته پنجشېري.
۳- سیاسي نظام: له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د داسې چا ملاتړ نشته چې فدرالي نظام غواړي، خو څه موده مخکې جنرال عبدالرشید دوستم د فدرالي نظام غوښتونکو په جلسو کې برخه اخیستې وه خو اوس یې فکر کاملاً بدل شوی او د ریاستي نظام غوښتونکی دی. ډاکټر اشرف غني احمدزي تل پر مرکزي ریاستي نظام ټینګار کړی خو په ورته وخت کې یې ویلي چې محلي حکومتي منصبونه باید انتخابي شي او ځیني صلاحیتونه محلي حکومت والۍ ته ورکړل شي برعکس له ډاکټر عبدالله عبدالله سره حفیظ منصور، مهدي، بهزاد، لطیف پدرام او... په دې شرط ملاتړ کړی چې په لومړیو پنځو کلونو کې به په هېواد کې صدارتي نظام او په پنځو نورو کلونو کې به فدرالي نظام منځته راوړي تر څو د افغانستان تجزيې ته لاره هواره شي او ډاکټر عبدالله عبدالله تل فدرالي نظام ته شین څراغ ښودلی او ویلي يې دي چې (د فدرالي نظام د بحثونو خلاف نه یم او که چېرې حالات زما په خوښه شي نو د فدرالي نظام بحث او کړنو ته به لا ښه زمینه مساعده کړم.))
۴- د ډیورنډ کرښه: د ډاکتر اشرف غني احمدزي دریځ د ډيورنډ کرښې په هکله د تحول او تداوم په منشور کې خلاصه شوی چې خپل مخالفت یې له دې جعلي کرښې سره ښودلی او ټول منونکي او د یوویشتمې پېړۍ له غوښتنو سره سم د حل لارې چارې یې وړاندې کړي برعکس له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د پاکستان غوڅ ملاتړ ډېرې پوښتنې را ولاړوي خو ظاهراً ډاکټر عبدالله عبدالله په دې هکله څه نه دي ویلې خو ملاتړي یې له ډېره پخوا د ډیورنډ کرښې رسمیت غواړي او حتى په دې فکر دي چې له ډیورنډ کرښې سره پرتې ولسوالۍ باید د پاکستان خاورې پورې وتړل شي.
٥- ملي او سرتاسري حکومت: ډاکټر اشرف غني احمدزی د پخوانيو ګوندونو، جهادي تنظیمونو او ولسواکو ملي خوځښتونو ملاتړ له ځان سره لري او په ورته وخت کې یې پر دې ټینګار کړی چې په حکومت کې به ټولو ښکېلو غاړو ته د قوانینو په رڼا کې ځای ورکوي او د نن ورځې سیالان یې د سبا ورځې شریکان بللي دي.
برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا نوماند دی، کومه چې په کورنیو جګړو کې یو اړخ پاتې شوی او په دې اند دی چې حکومت د نظار شورا حق نه دی ورکړی او باید حق یې ورکړل شي او په دې باور دی چې هغه ډلې او افراد کولی شي حکومت اداره کړي چې په مقاومت کې وو.
۶- جهاد د چا میراث او ملکیت: ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې جهاد د ټولو افغانانو ویاړ، میراث او ملکیت دی؛ ځکه چې د افغانستان ټولو قومونو، اقشارو، سیمو او په ځانګړې توګه ولسونو په جهاد کې د زړه له اخلاصه ونډه اخیستې او باید چې دغه ویاړ په چا پورې محدود نه شي او نه هم څو ځانګړي افراد د جهاد له مزایاوو ګټه پورته کړي. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله جهاد د پنجشېر په درې پورې محدود بولي او حتى داسې هم راغلي چې حزب اسلامي پر خیانت تورنوي او کله چې پروفیسور عبدرب الرسول سیاف د ولسي جرګې ریاست ته نوماند شو، د نظار شورا ورسره سیالۍ ته ننوت او تر اخر دمه یې کوښښ وکړ چې دغه جهادي شخصیت د ولسي جرګې ریاست ته لار ونه مومي؛ ځکه د نظار شورا ټینګار دا و چې د دې شورا پنجشېری غړی باید د ولسي جرګې ريیس وي او هم کله چې پروفیسور برهان الدین رباني له دې فاني نړۍ رحلت وکړ، پروفیسور عبدرب الرسول سیاف غوښتل چې د سولې د عالي شورا ريیس شي خو بیا هم د نظار شورا غړو مخالفت وښود تر څو یې خپل یو ځوان غړی ريیس کړ چا چې ټول عمر په استرالیا کې تېر کړی، البته دا په داسې حال کې چې پروفیسور عبدرب الرسول سیاف ډېر وخت له دوى سره ګډ تېر کړی، د دوى له دریځ څخه یې دفاع کړې حتى د قوماندان احمدشاه مسعود، پروفیسور برهان الدین رباني او مارشال محمدقسیم فهیم جنازې یې هم کړې خو بیا هم نظار شورا داسې ورسره وکړل.
او دا یې ځکه وکړل چې پروفیسور عبدرب الرسول سیاف پښتون او د پنجشېر نه دى.
حدیث شریف تفسیر: "څوک چې د جهاد له نوم څخه ناوړه او د خپل ځان په ګټه – ګټه پورته کوي، سزا یې تعزیرا ټاکل کېږي (د وخت د حاکم یا د محکمې له لوري.) "
۷- طالبان: ډاکټر اشرف غني احمدزی طالبان په څو ګټګوریو وېشي او هر یوې کټګورۍ ته جلا د حل لارې وړاندې کوي یعنې هم خبرې اترې، ډيپلوماسي او هم نظامي فشار راوړل غواړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله طالبان د نظار شورا اصلي دښمنان معرفي کوي او هر ډول خبرې ورسره نه مني، بلکې جګړه کول ورسره غوره ګڼي ولو که دا جګره ۳۰ نور کلونه هم دوام پیدا کړي. د بېلګې په توګه، د ډاکټر عبدالله عبدالله کمپایني شعار مقاومت جوړوي، مقاومت یعنې د طالبانو پر ضد جنګېدل.
ډاکټر عبدالله عبدالله پر دې ښه پوهېږي چې د تاریخ په هېڅ وخت کې وینې په وینو نه دې پاکې شوې خو کله نا کله نظامي فشار د ښه نیت له لوري اړین وي تر څو ځیني سخت دریځي خبرو اترو ته مجبور شي مګر د ډاکټر عبدالله عبدالله مخالفت د سولې له پروسې سره دا نه دی چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو خبرو اترو ته کېني، بلکې موخه یې دا ده، په هغو سیمو کې چې د نظار شورا له نفوذ او نفوس څخه لرې دي، جګړه تل روانه وي تر څو میدان نظار شورا ته شغالي وي او څه چې کوي وې یې کړي. د بېلګې په توګه، له دوه ميلیونه زیاته رایه چې د ناامنۍ له امله کار نه شوه، که چېرې دا رایه کار شوې وای نو د ډاکټر عبدالله عبدالله رایه به له ٢٥ سلنې ټيټه وه او هېڅکله به د نظار شورا دا بې عدالتۍ او ظلمونه نه کول.
۸- په تېرو څو کلونو کې دریځ: ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملي او نړیواله کچه داسې دریځ نیولی چې منفي کړنو ته یې منفي ویلي او مثبتو ته یې مثبت چې ښه بېلګه یې د امنیت د انتقال د کمېسیون د مشرتوب منل و او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د وینا پر اساس دغه ملي مسوولیت وو باید ترسره کړی یې وای او تل یې ټینګار کړی چې بهرنیان باید له افغانستانه ولاړ شي او افغانان باید د خپل هېواد ساتنه په خپله وکړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت هر کار ته منفي ویلي د بېلګې په توګه کله چې پاکستان پر افغان خاوره تېری وکړ او افغان حکومت خپل دریځ ونیو، پر ځای د دې چې ډاکټر عبدالله عبدالله له ملي قوتونو سره یو ځای شي او پر پاکستان فشار راوړي، په حکومت یې خپلو نیوکو ته دوام ورکړ چې په دغه کار سره یې د پاکستان له استخباراتو ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.
څلورمه برخه :کورنۍ جګړې
۱- تنظیمي تړاو: ډاکټر اشرف غني احمدزی په هېڅ کوم سیاسي حزب پورې تړاو نه لري خو تل مدني فعال او د هېواد په چارو کې مستقل ملي شخصیت پاتې شوی دى. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا غړی دی او په وروستیو کې یې ملي اېتلاف منځ ته راووړ چې د ده په ګډون د نظار شورا یې څرخوي.
۲- قومي استازي توب: ډاکټر اشرف غني احمدزی د لوګر ولایت، له موره او پلاره په خټه پښتون دی خو تېرو کړنو ته یې په کتو ځان په ټولو افغانانو پورې اړوند بولي او تل دا وايي چې هېڅ افغان له بل افغانه کم نه دی او هېڅ افغان له بل افغانه زیات نه دی او د ده فکر حتى له پولو اوښتی؛ ځکه خو نړیوالو ورته د نړیوال وګړي لقب ورکړی برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله له موره او پلاره په خټه پنجشېری تاجک دی او کوښښ کوي چې ځان د تاجکو استازی وښيي خو په ورته وخت کې زیار باسي چې د تاجکو حقوق په پنجشېر پورې وتړي او هر امتیاز چې تاجکو ته غواړي کوښښ کوي چې پنجشېر یې په راس کې وي چې ښه بېلګه یې د حکومت د تاجکو برخه پوستونه دي.
د بېلګې په توګه، د ولسمشر لومړی مرستیال، د کليو پراختیا وزیر، د دفاع وزیر، د افغانستان بانک ريیس، د ملي المپیک کمېټې ريیس، د تفتیش عالي ادارې ريیس، اریا فر د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی، برمک د ټاکنو کمېسیون غړی او.....ټول د تاجکو په ونډه ناست دي خو ټول پنجشېریان دي، البته یواځې معلم عطا محمد نور او ځیني نورو ته درناوی لري؛ ځکه چې معلم عطا محمد نور د نظار شورا فلسفه په بشپړه توګه هضم کړې او تل یې تعصبي کړنو ته لمن وهلې ده. له همدې امله د تاجکو غیر پنجشېري مشران له دغه حالته ډېر ځوریږي چې یواځې پنجشېر دې د دوى استازيتوب وکړي چې ښه بېلګه یې د کابل پوهنتون استاد سید جلال هغه څرګندونې دي چې وايي یواځې د نظار شورا پنجشېري غړي نه شي کولی چې د تاجکو استازيتوب وکړي او ټول امتیازات او حقوق ځان ته وغواړي.
د حدیث شریف تفسیر: "هر هغه څوک چې هر څه او غوره شی ځان ته غواړي، کامل مومن نه شي کېدای او نه به خلک ورباندې اعتبار وکړي.))
البته غواړم یادونه وکړم چې په دې وروستیو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د پلار له اړخه کندهاری دی، خو حقیقت دا دی چې د ډاکټر عبدالله عبدالله مور او پلار پنجشېري تاجکان دي، کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله ماشوم و، پلار یې مور ته طلاق ورکړ او مور یې په کابل کې په یوه دري ویونکي کندهاري عاشقه شوه او ورسره یې نکاح وکړه نو ځکه ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د پلار له اړخه کندهاری دی خو هغه څه چې مهم دي هغه دا دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین په وخت کې د پلار له لوري ځان په کندهار پورې وتاړه خو له هغه وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلې مور ډېر غوسه و او تل به یې ورته ویل چې پنجشېر دې وشرماوه چې ولاړې له یو کندهاري سره چې په خټه پښتون دی واده دې وکړ.
۳- د روس پر وړاندې جهاد: ډاکټر اشرف غني احمدزي د جنګ په سنګر کې شتون نه درلود خو د قلم، فکر او وینا له لارې یې د روس پر وړاندې خپل جهاد ته ادامه ورکوله، د افغانانو غږ یې نړیوالو ته رساوه، پر روسي خیانت یې تل سخت عکس العملونه ښودلي او نړیوال يې دې ته چمتو کړي چې د افغانستان مشکل ته د حل لاره پیدا کړي. برعکس، ډاکټر عبدالله عبدالله د روس پر وړاندې په جهاد کې دخیل نه و، بلکې د روسانو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وروستیو کې یې د نظار شورا ترجماني او کله نا کله ویاندويي کوله او نظار شورا له افغان جهاد سره تاریخي جفا داسې وکړه چې د دواړو خواوو د پروتوکول له مخې روسيې کولی شول چې خپل اکمالاتي توکي کابل او نورو سیمو ته ولېږدوي.
۴- په کورنیو جګړو کې ښکېلتیا: ډاکټر اشرف غني احمدزی په کورنیو جګړو کې ښکېل نه و او هغه وخت په نړیوالو ادارو او پوهنتونونو کې په کار بوخت وو خو د هېواد په چارو کې دخیل پاتې شوی او د نظر څرګندولو تر څنګ وخت ناوخت هېواد ته راستون شوی او د حالاتو جاج یې اخیستی دى او د حل لارې چارې یې لټولې دي. برعکس، ډاکټر عبدالله عبدالله په کورنیو جګړو کې دخیل پاتې شوی دى؛ د بېلګې په توګه په ۱۹۹۳ میلادې کال کې کله چې د افشارو غمیزه رامنځته شوه، ډاکټر عبدالله عبدالله د دفاع وزارت د سیاسي ریاست مشري کوله او د دې غمیزې یو له اصلي تنظیموونکو و.
د یادونې ده چې د افشارو غمیزه هغه غمیزه ده چې د نظار شورا له لوري د کابل د افشارو په سیمه کې رامنځته شوه. د شپې یوولس بجې وې چې د وخت د نظار شورا د حکومت له لوري له هر ډول درنو او سپکو وسلو کار واخیستل شو او ۲۴ ساعته وروسته د افشارو په زرهاوو اوسېدونکي شهیدان شول او حتى په ټوله سیمه کې یو چرګ هم ژوندی نه و پاتې او نه کوم تازه بوټی په سترګو راته.
حدیث شریف: "مسلمان ښکنځل ناوړه او مفسد عمل دی او د مسلمان وژل کفر دی."
د حدیث شریف تفسیر: "چا چې یو مسلمان ناحقه مړ کړ، د الله تعالی لعنت به پر ده باندې وي او ابدالابد د قاتل ځای جهنم وي."
۵- د بریالیتوب په صورت کې ولسي بغاوت: د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ولسمشرۍ کې به معلم عطا محمد نور ځان ناراحته احساسوي او ګواښونه به ورکوي چې د کمپاین په وخت کې یې هم ورته عکس العمل ښودلی دى، برعکس کومې نظر پوښتنې چې شوې او پورتنیو واقعیتونو ته په کتو که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو له نظار شورا پرته به ټول قومونه او سیمې بغاوت وکړي په ځانګړې توګه د هېواد اکثره پښتانه، ټول ازبکان او روڼ اندي تاجکان او هزاره ګان.
۶- د ٩٠مې لسیزې وېره: ډاکټر اشرف غني احمدزی په کورنیو جګړو کې ښکېل نه و او نه د جګړې کوم طرف پاتې شوی نو ځکه افغانان هیله لري چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي لاسونه پر وینو سره نه دي او که چېرې واک ته ورسيږي، هېواد به د پرمختګ، عدالت، سولې او ملي یووالي پر لور روان شي. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله په کورنیو جګړو کې ښکېل و او د جګړې یو طرف پاتې شوی نو ځکه افغانان وېره لري که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله واک ته ورسيږي، په نظار شورا پورې به واک منحصر کړي او ټول پام به د خپلو سیمو پرمختګ ته واړوي چې ښه بېلګه یې د پنجشېر ولسوالۍ بدلول پر ولایت و. د لومړي درجه ولایت بودجه ورکول پنجشېر ته او... حتى په دې وروستیو کې یې داسې هڅې په لاره اچولې چې د بدخشان د کران و منجان او یمګان ولسوالۍ په پنجشیر پورې وتړي ځکه چې په دې ولسوالیو کې زمرد او لاجورد شته او د مقابل لوري په حذف به لاس پورې کړي او د ښې حکومتوالۍ، پرمختګ، سولې، عدالت او ملي یووالي پر ځای به سیاسي جوړجاړیو او د خپل واک پر ټینګولو بوخت شي او د احمد ضیا رفعت د لیکنې د عنوان محتوا به عملي شي: "داکتر عبدالله عبدالله نماد بازگشت به گذشته. "
پنځمه برخه: د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو کمپاین
١- کمپایني مبارزه: ډاکټر اشرف غني احمدزي خپل پروګرام هېوادوالو ته وړاندې کړ خو په نورو یې نیوکه ونه کړه، دسیسې یې په نورو پسې جوړې نه کړې، نه یې شایعات ورپسې خپاره کړل او نه یې د چا پر شخصي کرکټر او حریم باندې نیوکې او تېری وکړ. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله ډېر لږ خپل پروګرام تشریح کړ خو ډېر وخت یې په نورو پسې په نیوکو او دسایسو جوړولو تېر کړ په ځانګړې توګه په ډاکټر اشرف غني احمدزي پسې یې دسیسې جوړې کړې او شایعات یې خپاره کړل چې په لاندې شمېرو کې یې ځیني مثالونه وړاندې کوم، البته په ورته وخت کې د شنونکو او دیني عالمانو نظریات د دغو دسیسو په هکله بیانول غوره ګڼم:
١-١) کله به یې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی سيکولر دی؛ "دا په داسې حال کې چې ډاکټر اشرف غني احمدزي د حج فریضه ترسره کړې، د دیني علومو لوی عالم دی، د عمر ډېره برخه یې د اسلامي علومو، اسلامي فلسفې او سیرت النبي په تدریس کې تېره کړې، د اسلام د سپېڅلي دین مقرراتو، اصولو او ارزښتونو د لا تحقق لپاره بشپړ پلان لري او کله چې د ارګ او د مسجد ترمنځ څوک واټن غواړي، دغه کس ته وايي سيکولر، خو ډاکټر اشرف غني احمدزی دواړه پخلا کوي او د دوى ترمنځ د امتیازاتو توپیر له منځه وړي. "
١-٢) کله به یې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی مریض دی او جنرال عبدالرشید دوستم مړ شو؛ "دا په داسې حال کې چې ډاکټر اشرف غني احمدزی تر نن ورځې پورې له پوره روغ صحت څخه برخمن دی او ډاکټران وايي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی هېڅ ډول ناروغي نه لري او جنرال عبدالرشید دوستم خو تر دې دمه روغ رمټ او ژوندی ګرځي. "
١-٣) کله به یې ویل چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ښځه عیسوۍ ده؛ "دا په داسې حال کې چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن عربه مسلمانه ده، دیني علومو کې دومره برلاسی لري چې د ډاکټر عبدالله عبدالله مېرمن څه حتى ډاکټر عبدالله عبدالله او مرستیالان یې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مېرمنې پر وړاندې عاجز دي. قدرمن لوستونکي باید په خپله فکر وکړي چې یو مسلمان ته کافر ویل په اسلام کې څه حکم لري."
١-٤) کله به یې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مېرمنې عکسونه په کمپیوټر کې په بې حجابۍ او جعلي ډول جوړول او خپرول؛ "دا په داسې حال کې چې له ځوانۍ نه تر دې دمه د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن له اسلامي حجابه پرته بل حجاب نه دی اغوستی او یو لبنانی چې له ما (شنونکي) سره په دفتر کې مشاور دی وايي چې د ډاکټر اشرف غني د مېرمنې کورنۍ په ټول لبنان کې په پیرخانې مشهوره ده او ټول لبنانیان ورته ژور درنښت لري. "
١-٥) کله به یې ویل چې د ډاکټر اشرف غني په ټیم کې کمونيستان دي؛ "دا په داسې حال کې چې په خپله د ډاکټر عبدالله عبدالله د اېتلاف د اجرائیه شورا ريیس پرچمي دی، جنرال بابا جان، د ببرک کارمل زوى او... ټول له ډاکټر عبدالله عبدالله سره دي. "
١-٦) کله به يې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی کوچی دی او که چېرې واک ته ورسيږي نو هزاره ګان به له منځه یوسي؛ "دا په داسې حال کې چې یو چا د نړیوال وګړي لقب ګټلی وي او حتى ټول بشریت ته خدمت کول غواړي، بیا څه اړتيا ده چې په ۳۰ ميلیونو افغانانو کې دې د افغانستان د یو معزز قوم خلاف کار وکړي؟ حتى یوه ډېره وړه بېلګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي د تعصب چا نه ده وړاندې کړې."
١-٧) کله به یې ویل چې تاجک یې خپل مرستیال نه دی ټاکلی؛ "(۱) دا په داسې حال کې چې په هېڅ قانون کې داسې نه دي راغلي چې ولسمشر دې له هغه قوم څخه وي او مرستیال دې له دغه قوم څخه، (۲) که چېرې هر څوک داسې وايي په دې معنى چې تعصبي ذهنیت لري، (۳) له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره ډېر زیات روڼ اندي تاجک مشران شته، (۴) کوم تاجک مشران چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دي، دوى ورته مرتجعین وايي (۵) د احمد شاه مسعود ورور احمدضیا مسعود چې د ټولو روڼ اندو او میانه روو تاجکو مشري کوي، له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی (۶) خو پوښتنه دا ده چې ایا تاجک یواځې د نظار شورا فاشست پنجشېري غړي دي؟"
١-٨) کله به یې ویل چې ولې جنرال عبدالرشید دوستم د هېواد ځینو ولایتونو ته له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یو ځای سفر ونه کړ؟" (۱) نړیوال نورم دا نه دی چې نوماند دې له خپلو مرستیالانو سره تل یو ځای وي او یو ځای دې سفرونه کوي، (۲) ځواکمن او معقول ټیم هغه دی چې نوماند په یو ځای کې او مرستیالان یې په بل ځای کې پر کمپاین کولو بوخت وي تر څو وشي کولی له لږ وخت څخه ډېره ګټه پورته کړي او خپل پیغام له ډېرو لا ډېرو خلکو ته ورسوي، (۳) جنرال عبدالرشید دوستم د ډاکټر اشرف غني احمدزي د حکم مطابق د هېواد په شمال کې شپه او ورځ پر کمپاین بوخت و او ډېر مسوولیت یې ورته سپارلی و نو ځکه دا ورته ګرانه وه چې دومره لوی مسوولیت دې هم ترسره کړي او نورو ولایتونو ته دې سفر هم وکړي، (۴) د جنرال عبدالرشید دوستم سفر ځینو ولایتونو ته په دې معنى نه و چې خلکو عکس العمل ښوده، واقعیت دا دى چې که چېرې خبره داسې وي نو جنرال عبدالرشید دوستم مرکزي افغانستان ته هم سفر نه دی کړی دا په داسې حال کې چې جنرال عبدالرشید دوستم په مرکزي افغانستان یعنې په هزاره جاتو کې ډېر محبوبیت لري؛ ځکه چې جنرال عبدالرشید دوستم له عبدالعلي مزاري سره تل ښې اړیکې درلودې او هزاره ګان تل د جنرال عبدالرشید دوستم راتګ ته سترګې په لار وي. "
١-٩) کله به یې ویل چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم پاشل کېږي؛ ځکه چې جنرال عبدالرشید دوستم چندان سم نه دی؛ "دا په داسې حال کې چې جنرال عبدالرشید دوستم په خپل سیاسي قاموس کې تحمل او سالم سیاسي جوړجاړی لري چې ښه بېلګه یې کلونه کلونه د حامد کرزي په حکومت کې د ټولو وسله والو ځواکونو د عمومي مشر په توګه پاتې کېدل و او نه يوازې له ډاکټر اشرف غني احمدزي جلا نه شو بلکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي کمپاین یې ښه پر مخ یووړ او حتى له بریالیتوب وړاندې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د حکم له مخې د شمالي ولایتونو سېلاب ځپلو ته یې ډېر خدمت وکړ. "
١-١٠) کله به یې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ولې جنرال عبدالرشید دوستم له ځان سره نیولی؛ "(۱) دا په داسې حال کې چې له ټاکنو لنډه موده وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله له جنرال عبدالرشید دوستم سره انتخاباتي اتحاد جوړ کړی و خو جنرال عبدالرشید دوستم د هېواد د تجزې د مخنیوي په موخه له انتخاباتي اتحاد څخه ووت، (۲) د جنرال عبدالرشید دوستم په یو ځای کېدو په شمال کې وروڼه قومونه سره پخلا شول چې ښه بېلګه یې د جمعه خان همدرد او جنرال عبدالرشید دوستم د کلونو کلونو بدبینۍ له منځه وړل و، (۳) جنرال عبدالرشید دوستم ته حامد کرزي او جهادي مشرانو که له معاونیت پوزېشن څخه زیات منصب نه دی ورکړی نو کم یې هم نه دی ورکړی نو څه وشو چې ډاکټر اشرف غني احمدزي هم له ځان سره مرستیال ونیو. (۴) د جنرال عبدالرشید دوستم بهرنی ملاتړ د ترکې هېواد دی، ټولو افغانانو ته معلومه ده چې د ترکې هېواد په افغانستان کې شوم اهداف نه لري، نو ځکه موږ باید په هغو مرستیالانو پسې را واخلو چې د پاکستان او ایران ملاتړ له ځان سره لري، (۵) بې له شکه په تېرو څو کلونو کې د ازبک قوم ډېر حقوق پایمال شوي، د بېلګې په توګه د بدخشان ٤٠ سلنه وګړي ازبک دي خو په ۳۰ ریاستونو کې صرف یو ريیس ازبک دی، تر کله به د ازک قوم په هکله داسې بې عدالتي کېږي؟
ازبک قوم چې تل د افغانستان دفاع ته سپر پاتې شوی او حتى د احمدشاه بابا د اردو ډېره برخه ازبکانو جوړوله، هم ځان د دغه هېواد وګړي وپېژني او خپل حقوق ترلاسه کړي، (۶) جنرال عبدالرشید دوستم په تېرو ټاکنو کې له حامد کرزي خپل ملاتړ اعلان کړی و، ولې دې جنابانو په هغه وخت کې په حامد کرزي نیوکه ونه کړه؟ (۷) که څوک یې مني او که یې نه مني، جنرال عبدالرشید دوستم د ټول ازبک قوم رهبري کوي او ټول ازبکان ورته له حده زیات درنښت لري، خو چاره څه ده؟ د دغه قوم په خاطر خو هم باید احترام یې وشي، (۸) داسې څوک - څوک ښودلی شي چې په کورنیو جګړو کې د هېواد دننه و او اوس د حکومت په راس کې دی خو وژل ترې نه وي شوي؟ (۹) تر ټولو مهمه دا ده چې جنرال عبدالرشید دوستم د خپلو ټولو تېرو ناسمو کړنو له امله بښنه غوښتې او نور خو لا په خپلو ناسمو کړنو تر دې دمه ویاړي"
١-١١) کله به یې ویل چې اشرف غني احمدزي په ۲۰۰۹ کال کې په جنرال عبدالرشید دوستم پسې بد رد ویلي وو نو څه وشول چې بیا ډاکټر اشرف غني احمدزي جنرال عبدالرشید دوستم له ځان سره ونیو؟ "(۱) جنرال عبدالرشید دوستم د خپلو تېرو ناسمو کړنو له امله بښنه وغوښته، (۲) جنرال عبدالرشید دوستم د هېواد د تجزيې مخه ونیوه، (۳) جنرال عبدالرشید دوستم ټولو افغانانو ته د خپل وجود برخې وویلې، (۴) جنرال عبدالرشید دوستم وویل چې وروسته له دې شمال او جنوب مطرح نه دی، بلکې ټول یو افغانستان دی او موږ ټول یو واحد افغان ملت یو، (5) د وخت په تېرېدو حالت فرق کوي؛ ځکه خو حزب اسلامي ارغندیوال کلونه کلونه له نظار شورا او محقق ډلې سره وسله والې جګړې کړې وې او حتى د یو او بل د له منځه وړل یې غوښتل چې په دې ترڅ کې یې ډېرې مورګانې کونډې او بورې کړې خو دا دی نن د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې راټول دي. (۶) فکر وکړئ چې جنرال عبدالرشید دوستم جنګسالار دی، دا په دې معنى چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ټیم کې یو جنګسالار دی یعنې نه په خپله ډاکټر اشرف غني احمدزی او نه هم دویم مرستیال یې جنګسالاران دي خو دا روښانه ده چې هم ډاکټرعبدالله عبدالله او هم دواړه مرستیالان یې جنګسالاران دي او حتى د خپل کمپاین پرمخ بیولو لپاره یې زرداد له بهر نه را وغوښت."
قران عظیم الشان-۳۴-۱۷: "مسلمان هغه څوک دی چې له ژبې او لاس څخه یې نور مسلمانان په امان کې وي."
۲- راتلونکی پلان: ډاکټر اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم منشور تر سرلیک لاندې بشپړ اسلامي، اقتصادي، سیاسي، امنیتي، کلتوري او ټولنيز معتبر سند لیکلی او د خپل پلان د تحقق لپاره یې عملي طرحې وړاندې کړې دي. برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله داسې یو توحید شوی پلان نه لري، بلکې څه یې چې په طبعیت راشي وايي یې نو همدا ده چې په خبرو کې یې کله نا کله تناقض موجود وي او په ځانګړې توګه د اسلام مقدس دین او اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ ډول پروګرام او عملي طرحه نه لري.
قران عظیم الشان: "الله تعالی په قران پاک کې د یوسف (ع) اقتصادي پروګرام چې د مصر پاچا ته یې وړاندې کړ، ستاینه کړې ده. "
۳- د پلان د تطبیق اراده: له بده مرغه د عام افغان ولس لوی اکثریت په اکثره مواقعو کې د مشرانو په خبرو ځکه باور نه کوي، چې اکثره وخت مشرانو خبرې او ژمنې ورکړي خو عمل یې پرې ډېر کم کړی؛ ځکه چې د پلان د تطبیق اراده ورسره نشته.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي تېرو کړنو ته په کتو په خپلو خبرو کې قاطع او صادق وي نو ځکه هیله کېږي چې خپل پلان ته به تر ډېره د عمل جامې واغوندي بر عکس ډاکټر عبدالله عبدالله داسې یو توحید شوی او ټولشموله پلان نه لري چې د پلان د پلي کېدو پوښتنه راولاړه شي خو تر کومه ځایه چې په خبرو کې قاطعیت او صداقت مطرح دی، ډاکټر عبدالله عبدالله د طب ډاکټر دی چې له بهرنیو اړیکو سره ډېر لرې واټن لري خو بیا هم کله چې د بهرنیو چارو وزارت په لاس ورغی هېڅکله یې ونه ویل چې زه باید د عامې روغتیا وزیر شم نه د بهرنیو چارو.
د پژواک خبري اژانس رسنيزې مناظرې په اړه يادښت:
پژواک خبري اژانس د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو د ملاتړو ليکولانو او يا د هغوى د رسنيزې برخې د مسوولينو داسې کره ليکنې خپروي، چې په هغو کې د ليکوال د خوښې وړ کانديد وړتيا، د هغوى د کانديداتورۍ لامل، له نورو څخه د غوره والي بېلګې، د نورو کانديدانو د ضعف ټکي رانغښتل شوي وي.
څرنګه چې پژواک يوه ناپېيلې او خپلواکه اداره ده، نو د ليکنو ننګه نه کوي، ليکنې د ليکوالو د خپل نظر څرګندونه کوي او سپيناوی يې هم په دوی پورې اړه لري.